کندوز کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ ټپیان دي
د کندوز امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو له کبله ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه شاوخوا یوولس نیمې بجې د خاناباد ولسوالي په «عکس داوود» او د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په «زاخېل» سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.