هېواد کې د «بیزو چیچک» ناروغۍ د پراخېدو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې

د نیمروز محلي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د «بیزو چیچک» ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوي دي. په نیمروز کې د دې ناروغۍ د شکمنو پېښو له ثبت وروسته، یو‌شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د دغې ناروغۍ د پراختیا په اړه اندېښمن دي.

د بهرنیو چارو وزارت: د افغان ښځو په اړه د ملګرو‌ملتونو د امنیت شورا اندېښنه بې‌بنسټه ده

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض په اړه د دوی اندېښنه له واقعیت څخه لرې او بې‌بنسټه ده.

د افغان ماشومانو وضعیت په اړه د یونیسف اندېښنه؛ بیړنیو مرستو ته اړتیا ده

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف افغانستان کې د ماشومانو وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، له بېړنیو مرستو پرته نه‌شي کولای ماشومانو سره مرسته وکړي.
یونیسف پر ټویټرپاڼه لیکلي، غواړي ۲۰۲۲ کال کې ۱۲.۹ میلیون افغان ماشومانو ته لاسرسی وکړي، خو له سم‌لاسي ملاتړ پرته دغومره شمېر ماشومانو سره مرسته ناممکنه ده.

یونیسف: نړیوال بندیزونو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف اجرايي مدیره کاترین راسل په یوې وینا کې ویلي، لسیزو جګړو، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د نړیوالو بندیزونو اغېزو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي. نوموړې کابل ته د خپل سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض د اندېښنې وړ دی

 د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کارپوهانو  یوې ډلې ویلي چې د اسلامي امارت مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه توګه د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د بنسټیز‌ه‌کېدو هڅې پیل کړي دي. دوی په ټولنه کې د ښځو د فعالیت او حضور په اړه د سختو محدودیتونو لګول«په ټولییزه توګه ښځو او نجونو ته د سزا» ورکولو په معني بولي.

د کورونا اومېکرون بڼې د چټک خپراوي په اړه د کابل ښاریانو اندېښنه

د پلازمېنې اوسېدونکي په نړۍ کې د کورونا ویرووس د نوې خپرې شوې اومېکرون بڼې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وېره شته چې دغه ویرووس به د کورونا د نورو خپرو شویو بڼو په څېر، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راولېږدول شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان پرون په جینوا کې د دې شورا په غونډه کې ویلي، داسې باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې ښایي پر کابل د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان له محاکمې پرته وژل شوي دي. د بشري حقونو د شورا مرستیالې دغه راز ویلي، دې وضعيت په افغانستان کې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.

شنونکي: القاعده د افغانستان او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی

افغانستان کې د القاعدې شبکې د فعالیت پراخېدو په تړاو د اندېښنو په دوام، سیاسي کارپوهان وايي، القاعده شبکه په افغانستان کې د خپل حضور پیاوړي کولو هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍ د ثبات پر وړاندې ستر ګواښ دی. دوی زیاتوي چې القاعده شبکه افغانستان کې د بیا احیا هڅه کوي او غواړي د خپلو غړو شمېر زیات کړي.