دیارلس اسټرالیايي سرتېري په افغانستان کې د جنګي جنایت په تور ګوښه کېږي
اسټرالیا د دغه هېواد ۱۳ ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د جنګي جنایت او ملکیانو د وژلو له تورنو کسانو سره پرې د همکارۍ شک دی، له دندو ګوښه کوي.
اسټرالیا د دغه هېواد ۱۳ ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د جنګي جنایت او ملکیانو د وژلو له تورنو کسانو سره پرې د همکارۍ شک دی، له دندو ګوښه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او د تاوتریخوالي کموالي او اوربند غوښتنه یې کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.
په نړۍ کې د ترهګریزو پېښو د کچې په اړه د یوه تازه راپور پر بنسټ چې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ له لوري خپور شوی، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ د قربانیانو په کچه کې له پام وړ کموالي سره سره بیا هم د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې ترهګرۍ ډېره قرباني ترې اخیستې ده.
د ښځو چارو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي قضیې ډېرې شوې دي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د پارلماني مجمع په شپږشپېتمه کلنۍ غونډه کې وویل، ناټو په افغانستان کې د امریکا له لوري د ځوکونو کموالي په اړه له اعلان سره سره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکوي.
د جنیوا نړیواله غونډه چې د دوو ورځو لپاره په سویس کې جوړه شوې وه، بېګاه ناوخته تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د ۱۲ میلیونه ډالره مرستې په ژمنې سره پای ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویروس ۱۷ اخته کسان مړه شوي او د ۴۲۸ شکمنو کسانو د نمونو له ډلې د ۲۹۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د افغانستان ۲۰۲۰ جینوا غونډه نن د سویس په کوربهتوب په رسمي ډول پرانېستل شوه. د دولت اقدامات، سیاسي ملاتړ او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستندویه هېوادونو مالي ژمنې د دغې غونډې د بحث اصلي موضوعات دي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، ټاکل شوې افغانستان هم د ۲۰۲۱ کال تر پایه د کورونا ویروس واکیسن ته لاسرسی پیدا کړي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د «هېرولو» بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او په دغه هېواد کې یې د کډوالو لپاره د حللارې موندلو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال له پیل راهیسې ۵۲ زره کورنۍ له خپل اصلي ټاټوبي بېځایه شوې دي. دغه مسوولان د وسلهوالو جګړو زیاتېدل او دغه راز طبیعي پېښې د دغو کورنیو د بېځایه کېدو اصلي لاملونه بولي.
د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت ویاند رضا باهر سلاموطندار سره خبرو کې وويل، هڅه کېږي چې د بهرنیو بنسټونو او همکارو موسسو په مرسته دغو کورنیو ته بشردوستانه مرستې چمتو شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.
په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.
فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نهغواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.
سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.
تېرې شپې راهیسې یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو او موټربم برید راپورونه ورکړل شوي دي چې له کبله يې يو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خاناباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید وکړ چې ۸ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن خپل جمهوریت پلوه سیال ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د دې هېواد ۴۶م ولسمشر شو. بایډن په داسې حال کې واک ته رسېږي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې بحثونه تاوده دي او ټرمپ په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پروسه پيل کړې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون