کندهار کې د ماشومانو او ځوانانو پر روحیې د کورونا ناوړه اغېزې
د کندهار اوسېدونکي وايي، کورونا ویروس په دغه ولایت کې د ځوانانو، په تېره د ماشومانو پر روحیې ناوړه اغېزې کړې دي.
د دوی په وینا، کندهار کې ګڼشمېر ماشومان او ځوانان له زدهکړو بېبرخې شوي او ډېری یې لا هم پر کورونا د اخته کېدو له وېرې له رواني ستونز سره لاس او ګرېوان دي.
د کندهار د یوشمېر ښوونځیو مدیران وایي، کورونا ناروغي د زدهکوونکو پر زدهکړو سربېره د دوی پر ټولنیزو اړیکو هم منفي اغېزې کړې دي.