![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/06/8ac125ab-840d-4b1c-b2fb-fa8cc101a26e-225x300.jpeg)
بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ د مرکزي بغلان امنیه قوماندان او درې نور کسان مړه شوي
د بغلان د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یوې ټرافیکي پېښې په دغه ولایت کې د څلورو کسانو ژوند اخیستی دی.
د بغلان د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یوې ټرافیکي پېښې په دغه ولایت کې د څلورو کسانو ژوند اخیستی دی.
د فراه او زابل محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوې دي.
د فراه د امنیې قومنداني ویاند محمدنسیم بدري سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کابل-کندهار لویه لاره یوه مهمه لاره ده چې د هېواد سوېلي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي. د کابل-کندهار د لويې لارې یوه مهمه برخه له غزني ولایت څخه تېرېږي او د دې لويې لارې دواړو غاړو ته د دغه ولايت له لسو زياتې ولسوالۍ پرتې دي.
خو د دې لويې لارې له بيارغونې سره پر دې لاره د ټرافيکي پيښو کچه په بېسارې توګه زياته شوې ده.
د بلخ د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پر مهال په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۰۸ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
د بلخ د ټرافیکو مدیر عبدالقیوم مبارز وایي، دغو کسانو ته د بلخ-جوزجان او بلخ-سمنګان پر لویو لارو د ۱۲۲ ټرافیکو پېښو له کبله مرګژوبله اوښتې ده.
د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې څه باندې درېزره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. مسوولان پر لويو لارو د ټرافيکي څراغونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او پر لويو لارو د ټرافيکو مامورانو نشتون د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بولي.
د میدانوردګ او سمنګان ولایت اړوند سیمو کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
لومړۍ پېښه چې پرون ماښام د «زمري اوومه» د میدانوردګ په سیداباد ولسوالي کې رامنځته شوې له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.
د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال هېواد کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دغه ټرافیکي پېښې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال په سرپل او زابل ولایتونو کې رامنځته شوي دي. د یادو دوو پېښو له ډلې یوه یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ (غبرګولي ۱۷مه) د سرپل په صیاد ولسوالي کې رامنځته شوې چې پر مهال یې ۲۴ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابلـجلالاباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي.
د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.
د فاریاب دولتاباد ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې په دغه ولسوالي کې د درېوو بېلابېلو ټرافیکو پېښو له امله یو کس مړ او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال اووه کسان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته وايي چې پرون سهشنبه د وري ۲۹مه د کاپیسا مرکز اړوند «سنګبریده» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د میمنې-مزار پر لویې لارې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي دي. د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمسالدین محمدي وايي، دا پېښې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ د میمنې-مزارشریف پر لویې لارې شوې دي.
دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، نن مازدیګر د دغه ولایت د مرکز پلعلم په «خضر» او د «تېرې کوتل» سیمو کې دوه جلا جلا ټرافيکي پېښې شوي چې له کبله یې ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دایکندي محلي مسوولان وايي چې په میرامور ولسوالي او د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومانداني ویاند غلامعلي جاوېد سلاموطندار ته ویلي چې په لومړۍ پېښه کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایي چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ جلا جلا ټرافیکي پېښو له کبله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون