د ننګرهار د محبس مدیر له یوه بندي سره یوځای تښتېدلی
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.
زرګونه ننګرهاریان نن د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ را ټول شوي وو او په یوه خوله یې د سولې خبرو کې د چټکتیا او په روژه کې د سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه. دوی ټینګار کاوه چې د سولې خبرو کې د تېرو شلو کلونو پر لاستهراوړنو معامله ورته د منلو نه ده؛ ځکه په وینا یې، په قربانیو یې ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د روژې میاشتې په درناوي دې جګړه ودروي او سرتاسري اوربند دې وکړي.
ننګرهار د سرحدي ولايتونو له ډلې یو هغه دی چې اوسېدونکي یې د کورونا ويروس له ګواښ سره لاس او ګرېوان وو. دغه ولایت ته له کوزې پښتونخوا څخه د مسافرو او کډوالو راتګ هغه څه و چي د کورونا ويروس د خپرېدو په اړه یې خلک اندېښمن کړي وو. اوس يوشمېر مېرمنې وایي، له یوې خوا یې کورونا د وجود مقاومت کمزوری کړی او بلهخوا د بېکارۍ له کبله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، د نارینهوو ډېر وخت پر کور پاتې کېدل، د خاوند او مېرمنې ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوي دي.
ننګرهار کې یوې حکومتي سرچینې وویل، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلالاباد ښار دویمه ناحیه کې «لغمانهډې» سره نږدې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې ۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان دي.
سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وويل، ماین یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او داسې…
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې مسوول ډاکټر جانمحمد صاحبزاده وايي، د جلالاباد ښار په ګډون، په بهسودو او سرهرود ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین درول شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه کار له هغه وروسته شوی چې تېره ورځ په جلالاباد کې د ګوزڼ واکسین درې ښځینه کارکوونکې ترور شوې.
ننګرهار ولايت کې حکومتي سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې ناپېژاندو وسلهوالو جلالاباد ښار کې ۳ واکسیناتورانې وژلي دي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، دغه واکسیناتورانې په دوو بېلابېلو پېښو کې داسې مهال په نښه شوي چې په واکسین کولو بوختې وې.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو اچین ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرتعلي مشهور په ابوسعید اعظم له دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی.
د نوموړي په وينا، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون د ډلهییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو او ان عراق، سوریې او بلجیم هیوادونو کې د داعش غړو سره اړیکې درلودې.
سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال را رسېږي چې د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هممهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.
ننګرهار کې د خبریالانو د ناسم وضعیت او د انعکاس ټلوېزیون د وروستۍ پېښې په اړه یوه پلاوي پلټنې پیل کړي. دغه پلاوی وايي، د رسنیو کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره به هڅې وکړي.
په پلاوي کې د ملي امنیت عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د خبریالانو د فدراسیون استازي شامل دي.
د بامیان ولایت سلګونه اوسېدونکي چې قومي مشران، مدني فعالان او عام خلک پهکې وو، نن د دغه ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمهييز دفتر مخې ته د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، حکومت یې د خلکو د امنیت ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورن کړ. معترضانو د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې هغه ترهګریزه پېښه چې د ګچو کارخونې ۷ کاریګر او د بامیان اوسېدونکي پهکې ووژل شول، وغندله.
د ننګرهار چارواکي وايي، نامعلومو وسلهوالو بېګاه د دغه ولایت په سره رود ولسوالي کې د ګچو یوې کارخونې اووه کاریګر وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسو قوماندان جمعهګل همت نن پنجشنبه رسنیو ته وویل چې یاده پېښه بېګاه د دغه ولایت د سره رود ولسوالي اړوند د فتحاباد په مارغونډۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي، دغه کسان د ګچو په یوه کارخونه کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مسموم شوي چې له ډلې یې دوه ماشومان مړه او لس نور کسان مسموم شوي دي.
دا پېښه نن چهارشنبه د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالي په اخوند کلي کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د روداتو ولسوالي د اوسېدونکي قاري ذبېحالله د کورنۍ غړیو هغه زهرجن چای څښلی چې په یوه چای جوش کې ورسره چرمښکۍ ایشېدلې وه.
د انعکاس ټلوېزون درې کارکوونکې سعدیه سادات، شهناز رووفي او مرسل وحیدې چې تېره ورځ په ننګرهار ښار کې په دوه بېلابېلو بريدونو کې ووژل شوې نن خاور ته وسپارل شوې.
دغو درې واړو دوبلې برخه کې کار کاوه چې د وژل کېدو پړه يې داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه واخيسته.
د ننګرهار محلي مسوولانو په دې ولايت کې د فساد په تور د ننګرهار د ګمرک د رييس حشمتالله وليزي او د ۵ نورو کارکوونکيو د نيول کېدو خبر ورکوي.
د ياد ولايت والي ضیاالحق امرخېل رسنيو ته ويلي، د فساد په تور نيول شوي کسان د لا ډېرو څېړنو…
د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي اړوند په چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې تر اوسه ترې د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې ياد موټربم د یوه سراچه موټر په وسیله چې چاودېدونکي توکي پهکې و، شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته نږدې یوه بجه د دغه ولایت په کامې ولسوالي کې ټرافیکې پېښه شوې چې له کبله یې درې کسان مړه او درې نور ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته وویل چې یاده پېښه د کامې ولسوالي په اخوند کلا سیمه کې د یوې هېنو او رېکشا د ټکر له امله شوې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون