هرات کې د کارګرو ماشومانو اندېښمنونکی وضعیت
د هرات په ښار کې د تېر په پرتله د سړک غاړې او کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی او له خلپې راتلونکې ناخبره په دغه ښار کې پر درنو کارونو او ځينې یې له پلو کسانو پر سوال کولو بوخت دي.
د هرات په ښار کې د تېر په پرتله د سړک غاړې او کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی او له خلپې راتلونکې ناخبره په دغه ښار کې پر درنو کارونو او ځينې یې له پلو کسانو پر سوال کولو بوخت دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونیسف ویلي چې ۲۰۲۱ کال کې د جګړو پر مهال د ماشومانو له حقونو پراخې سرغړونې شوې دي. یونیسف پرون په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي، له افغانستان څخه تر یمن، سوریه او شمالي ایټوپیا پورې، زرګونو ماشومانو د وسلهوالو نښتو او تاوتریخوالي له امله زیانمنکوونکې بیې پرې کړې دي.
کابل کې د اندرا ګاندي یا د ماشومانو د درملنې ځانګړي روغتون مسوولان او ډاکټران وايي چې د کابل ښار په یوشمېر هټیو کې د بهرنیو هېوادونو او د امریکايي ځواکونو د چمتو شویو خوړو له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.
په بادغیس کې د شري ناروغي خپرېدل لامل شوي چې ګڼشمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ورشي.
ځینې دغه کورنۍ چې له یوې اوونۍ راهیسې د خپلو ماشومانو درملنې ته په تمه دي وايي، ماشومان یې د شري واکسین د نه ورکېدو له کبله پر دې ناروغي اخته شوي دي. ګلناز چې دوه ماشومان یې پر شري اخته شوي او اوس یې د بادغیس ولایتي روغتون ته راوړي وايي، ماشومانو ته یې واکسین نه دی ورکړل شوی.
د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت پروګرام مسوول ګلاخان ایوب د ټول هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ یا د پولیو واکسین د کمپاین پیلېدو څخه خبر ورکوي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې کورنۍ خپلوان وايي چې یوې کورنۍ د لوږې او ناچارۍ له کبله خپل درې ماشومان پلورلي دي.
د دې کورنۍ یوه خپل اسدالله (مستعار نوم) سلاموطندار ته ویلي چې دغه کس د بېوزلۍ له کبله دوه ماشومان په ۵۰ زره افغانیو پلورلي او یوه کوچنۍ لور یې هم د پیسو په بدل کې یوه پاخه سړي ته په نکاح ورکړې ده.
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د سختې لوږې له امله خبرداری ورکړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ د ۸ ماشومانو مړینه رد کړې او هغه یې د نظام پر وړاندې «پروپاګند» بللی دی. وثیق ویلي، د دشت برچي اړوند «اتفاق ښارګوټي» ټولې هغه سیمې یې لټولي چې ویل کېده په دغه سیمه کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي، خو چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.
د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې ۲۲ ورځې وړاندې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د یوې کورنۍ اته ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو پلار څه موده مخکې د سرطان ناروغي له امله مړ شوی او ورپسې یې مور هم د ناچارۍ او ستړي ژوند له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې درې اوونۍ وروسته به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پروسه پیل شي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بهیر کې به د هغو ۳،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون چې مخکې یې واکسین نه و کړی، ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د غور د تولک ولسوالي یوه ۵۴ کلنه اوسېدونکې رخشانه چې د بېوزلۍ له امله د دغه ولایت مرکز ته لېږدول شوې وايي، بېوزلۍ او ناچارۍ اړ کړې چې خپلې شپږ او څلور کلنې لمسیانې وپلوري.
هغه وايي، له څلورو میاشتو ډېره موده کېږي چې له خپلې مېنې بېځایه شوې او په دې موده کې یې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړې ده.
د بغلان ولایت په پلحصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسلهوالو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.
د غور روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د شري ناروغي په پراخه توګه له خپرېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغه ناروغي په ماشومانو کې له دې امله زیاته شوې چې دغه ولایت کې د واکسین پروګرام په سمه توګه نه دی پلی شوی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، په افغانستان کې د روانو سیاسي او دولتي جوړښت له بدلونونو پرته میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون