د ۱۰۰هېوادونو خبرپاڼه: افغانانو ته د سفر اسنادو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکوو

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې او له کابل څخه د تخلیې بهیر د پای ته رسېدو په درشل کې، د نړۍ نږدې ۱۰۰هېوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانانو ته به د سفر کولو اسنادو د ورکړې لړۍ دوام ولري. دغو هېوادونو ژمنه کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، د سفر کولو اسناد به ورکړي.

حقاني: نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي

عبدالباقي حقاني چې پرون د طالبانو له لوري لوړو زده‌کړو وزارت ته د سرپرست په توګه وټاکل شو، نن یې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي. حقاني وايي چې زده‌کړیالانو لپاره د ارامه تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کول یې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.

یو‌شمېر ډاکټران د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي

 په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي. دوی وایي، د پخوا په څېر خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو د معاشونو نه‌شتون اندېښمن کړي دي.

بښنې نړیوال سازمان: له افغانستانه د بهرنیانو د راېستلو نېټه باید وغځول شي

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

د کابل هوایي ډګر دروازه کې پرونۍ چاودنو څه باندې ۱۰۰ کسان وژلي

وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.

افغانستان کې اقتصادي ناورین او د بې‌وزلۍ کچه مخ پر لوړېدو ده

له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د هېواد په ۳۳ولایتونو ولکه خپله کړې، د دولتي ادارو سربېره د خصوصي تشبثاتو او د راکړې ورکړې چارې په ټپه ولاړې دي. اقتصادي کارپوهان دغه وضعیت ناورین بولي او وایي، هېواد کې به د بې‌وزلۍ کچه نوره هم پراخه شي.

طالبان دې د کابل نړیوال هوايي ډګر د تګ راتګ لارې خوندي کړي

 د جي۷ یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په غونډه کې له طالبانو غوښتنه وشوه چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تګ راتګ لارې خوندي کړي. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو استازیو ټینګار کړی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر باید خوندي شي او تر ټاکل شوې نېټې وروسته دې هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

بایډن: افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت د هغه کړنو پورې تړلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جي۷  هېوادونو په ناسته کې د اروپا ټولنې له مشرانو، ناټو سازمان او له ملګرو ملتونو سره د افغانستان په اړه لیدلي او خبرې اترې کړي دي. په دغه لیدنه کې ټولو اړخونو ویلي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت به له نړیوالو سره د دوی د کړو ژمنو په اړه اقداماتو پورې تړلی وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناسته؛ نړۍ طالبان څاري

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه چې په هېواد کې مرستندویه بنسټونو د بشري حقونو وضعیت ناسم بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام‌محمد اسحاقزي په دې غونډه کې د طالبانو د اقداماتو په اړه ویلي چې نړۍ دا ډله څاري او باید هغه څه ونه کړي چې بشري حقونه نقضوي.

غور ته د طالبانو راتګ؛ زرګونه ځوانان له دغه ولایت څخه وتلي

د طالبانو له لوري د غور ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان په هېواد کې د طالبانو د حاکمیت، بې‌وزلۍ او وچکالۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي. عبدالحمید چې په غور کې اوسېږي او دا یې مستعار نوم دی وایي، کله چې طالبان د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته دننه شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه ولایت پرېږدي او ایران ته کډوال شي.

بامیانو کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار پیکه شوی

په بامیانو کې د لاسي صنایعو کوچنی بازار چې د مېرمنو له لوري مدیریت کېږي، وړاندې له دې چې دغه ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي، ښه ګڼه ګوڼه یې درلوده، خو د وروستۍ یوې اوونۍ راهیسې په دغه کوچني بازار کې د کسب‌کارونو بازار کم‌رنګه شوی. ګل‌بخت چې د یوې بامیانۍ مېرمنې مستعار نوم دی په دغه کوچني بازار کې د لاسي صنایعو هټۍ لري او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

شنونکي: افغانستان کې د کورنۍ جګړې ګواښ له منځه تللی

که څه هم یو‌شمېر بهرنیو او په کور دننه رسنیو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وړاندوینه کړې وه، خو اوس د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو ګواښ له منځه تللی دی. دوی وایي، په هېواد کې د پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د افغانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي.

طالبان: رسنۍ دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلې خپرونې له سره پیل کړي

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي دوست‌محمد حقاني پرون په دغه ولایت کې د رسنیو او له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اسلامي امارت د ژبو فرهنګي څانګه طالبانو ته ځانګړی ارزښت لري او رسنۍ دې له اسلامي شریعت سره سمې خپلې خپرونې له سره پیل کړي.

اردوغان: ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن ځای نه دی‎

د ترکیې صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن ‌ځای نه دی. د نوموړي په وینا، افغان پناه غوښتونکو ته په دغه هېواد کې د امن پناه غوښتنې هېڅ راز ژمنه نه شته.