د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې د افغانستان جګړه ناروا اعلان کړي

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي نن په مکه کې د افغان سولې په اړه د مفتیانو او دیني عالمانو په ګډه غونډه کې وویل، عربستان او پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو برخه کې مهم رول لري. د نوموړي په وینا، د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې په روښانه توګه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړي.

کاپیسا او میدان وردګ کې ۲۰ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي

د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې په یاده ولسوالي کې پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله‌ييز بریدونه کړي او ۱۵ هغه یې نیولې دي. د سرچینې په وینا، اوس هم د تګاب ولسوالي په نوروزخېل سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

د شخړې ښکېل اړخونه جګړه‌ييز اصول په پام کې نه نیسي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري نن د دغه کمېسیون د نولسمې کلیزې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالي او د جګړې دوام په اړه اندېښنه وښوده. هغه وايي، د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د بریدونو زیاتوالی د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچې د لوړېدو لامل شوی دی.

پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په څلورمه درې اړخېزه غونډه کې د دې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د هراړخیز اوربند، د سولې خبرو بیا ځلې پیل او د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه. دغه ناسته پرون د چین په کوربه‌توب په انلاین بڼه جوړه شوې وه.

محب: له پاکستان سره مو اړیکې اوس هم ښې نه دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له پاکستان سره د افغان حکومت اړیکې اوس هم ښې نه دي او له نوموړي سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو نه پالل به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هېڅ راز اغېز ونه لري. نوموړی وايي، د پاکستاني چارواکو له لوري شوې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې دي او که چېرې په دې اړه د پاکستان له لوري افغان حکومت ته رسمي څه وویل شول، اړونده افغان ډېپلوماتیکې ادارې به یې ځواب ورکړي.

ناامني او افغانان له تاوتریخوالي د ناخوالو پر لور

په دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو په زیاتېدو سره افغانانو تر نورو زیات درېو هېوادونو پاکستان، ایران او ترکیې ته مخه کړې، خو ګڼ‌شمېر دغه افغانان چې له نامنظمو لارو یې سفر کړی، په لاره کې یې ګڼې ستونزې  ګاللي دي.

بغلان کې د جګړې دوام او په اړه یې د خلکو اندېښنې

د بغلان په درېوو ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د جګړې دوام د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د بغلان د نهرین ولسوال محمد عزیزي سلام‌وطندار ته ويلي، بېګاه تر سهاره پر دې ولسوالي د طالبانو بریدونو دوام درلود چې له کبله یې د څو بهرنیو جنګیالیو په ګډون، نږدې ۴۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کونړ او پکتیا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراض او د اوربند غوښتنه

ګڼ‌شمېر کونړیانو چې نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، په هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې، د تاوتریخوالي ډېروالی او د سولې خبرواترو ځنډېدل وغندل او د اوربند غوښتنه یې وکړه. په لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر څنګ، معلولانو هم ګډون کړی و.

میدان وردګ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي اوسېدونکی او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، له تېرې شپې راهیسې د جلرېز ولسوالي په بېلابېلو برخو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

لوېديځ زون کې د جګړې قربانیان اوربند او سوله غواړي

د هېواد په لوېدیځ زون کې د جګړو یوشمېر هغه قربانیان چې په جګړو کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جګړو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د کورنیو او میندو په خاطر دې له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

په بغلان او بلخ کې ۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې نوریه حمیدي وايي، د دغه ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه بېګاه پیل شوي وو او د نن تر سهاره یې دوام وکړ. هغه زیاتوي، په نښتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون، ۹ پولیس ټپیان شوي او څلور ټانګونه یې هم له منځه تللي دي.

جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي او مرکز میدان ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له کبله شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز ميدانښار له کوټه‌عاشرو، چهارکلا، شهيدانو، بُسراق، چاريکه او جلرېز ولسوالي نه شاوخوا ١٢٠٠ کورنیو د چاڼیزو عملیاتو او نښتو له امله خپلې مېنې پرېښې او ميدانښار یا کابل ته کډه شوې دي.

د افغانستان قضیې په اړه د امریکا او نورو هېوادونو په همکاري د روسیې هڅې

په افغانستان کې د سولې راتلل او د دې لپاره روان مذاکرات تراوسه لا په خورا پېچلې حالت کې دي او د حکومت او طالبانو له لوري د سولې په برخه کې لا هم د یوه کوچني پرمختګ زېری خلکو ته نه دی ورکړل شوی. همدا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته لیک ولېږه چې د سولې لپاره په کور دننه له یوشمېر سیاستوالو سره ګډ کار وکړي.

ناتعریف شوې او لنډمهالې سوله افغانستان یوې نوې جګړې ته ټېل وهي

د جمعیت اسلامي یوشمېر غړیو نن په پروان کې د کندوز پخواني امنیه قوماندان عبدالرحمان سیدخېلي د لسم تلین په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال، د سولې پروسې پر ناروښانتیا نیوکه وکړه.
د دغه ګوند د رهبري شورا غړي محمدیونس قانوني وویل، ناتعریف شوې، ګونګه او لنډمهالې سوله افغانستان له یوې نوې جګړې سره مخامخ کوي.

حنیف اتمر: هېڅ هېواد د امارت بیا راتګ نه غواړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي چې د سولې پروسې په برخه کې سیمه‌ييزه اجماع پر خپل ځای ده او هېڅ هېواد نه غواړي چې د طالبانو امارت بیا راشي.
نوموړي چې نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه د طالبانو امارت مخالف او د جمهوري نظام پلوي دي؛ ځکه په وینا یې، جمهوریت نه یوازې د نړیوالو لپاره یو ارزښت دی، بلکې په ګټه یې هم دی.