«دولت د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه ارزوي»

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وايي، افغان دولت د سولې انتقالي دولت طرحه ارزوي.
نوموړي چې نن په کابل کې د افغانستان د سټراټېژیکو څېړنو انسټېټيوټ کې خبرې کولې وویل، دا طرحه په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره یو وړاندیز دی.
د نادري په وینا، دولت اوس دا طرحه ارزوي او باید اغېزمنتیا یې په واقعي ډول وارزوي، څو روښانه شي چې له هېواد سره مرسته کوي، که یې یوه بل اوږدمهالي ناورین ته بیايي.

تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتېږي

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي وايي چې د دغه وزارت د پلان له مخې، ټاکل شوې تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې کړې دي. هغه وايي، د ښځینه پولیسو د شمېر ډېروالي تر څنګ به هغه وکړي چې د هغوی د زده‌کړو او وړتیا کچه هم لوړه شي.

د دوحې هوکړې یو کال پوره شو؛ ګټه امریکا او طالبانو کړې

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د لاسلیک شوې هوکړې وروسته د عامو افغانانو هیله دا وه چې په امنیتي وضیعت او نورو برخو کې به مثبت بدلونونه راشي، خو د خلکو د تمې خلاف ناامنیو او هدفي وژنو د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفې اغېز کړی دی. د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم یوازې په چنې وهلو سره روانې دي او تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

ملي امنیت شورا: د دوحې هوکړه د سولې لپاره ګټوره نه وه

د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د دوحې هوکړه د سولې راتلو په برخه کې ګټوره نه وه او په هېواد کې یې جګړه او وینه تویېدنه ونه دروله. دا هوکړه نږدې یو کال مخکې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ لاسلیک شوه.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوحې هوکړې په لاسلیکولو کې له افغان حکومت سره لازمې مشورې نه دي شوي.

کابل کې درې بېلابېلې چاودنې؛ ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي

کابل ښار نن سهار د درېوو بېلابېلو چاودنو شاهد و.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي چې په دغو چاودنو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

فراه او نیمروز کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي

د فراه او نیمروز د ولایتي شورا په دغو ولایتونو کې د ۱۸ دفاعي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فراه د ولایتي شورا غړي خیرمحمد نورزي سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو بېګاه د یوه نفوذي کس په وسیله د ملي اردو ۹ سرتېري وژلي دي. د نوموړي په وینا، یاد نفوذي کس په فراه‌رود کې د ملي اردو په یوه مرکز کې له دې ډلې سره همکاري کړې ده. د ولایتي شورا دغه غړی وايي، په پېښه کې د ملي اردو ۵ نور سرتېري ټپیان شوي هم دي. طالبانو د یاد مرکز ځینې نظامي تجهیزات هم له ځانه سره وړي دي.

محب: که طالبان سوله نه کوي، پر وړاندې یې جګړه کوو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن له نورو لوړپوړو چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان د نظام ړنګولو هڅه کوي او غواړي واک ترلاسه کړي.
د محب په خبره، طالبان که د ټول هېواد په ورانولو هم کېږي، واک ته د رسېدو لپاره دا کار کوي او په وینا یې، له ځان پرته ورته بل هېڅوک نه افغان او نه هم مسلمان ښکاري.

عبدالله: د طالبانو پلمې د سولې خبرو د ځنډ لامل شوي

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د طالب ډلې پر مرکچي پلاوي د توندو نیوکو تر څنګ ویلي، د دغه پلاوي له لوري بې‌منطقه پلمې جوړول د سولې دویم پړاو خبرو په پیل کې د ځنډ لامل شوي دي.
نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالب ډلې مرکچیان پر اصلي موضوعاتو د بحث، د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، مسلمان‌وژنې او د خلکو د درد کمولو پر ځای، پر سفرونو او نورو مسایلو بوخت دي.

پکتیا کې د جګړې غندلو او د سولې په ملاتړ مشاعره جوړه شوه

لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینه‌والو او ګڼ‌شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

طالبان: د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی

د طالب ډلې د سولې مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی.
نوموړي دا څرګندونې چې د دې ډلې له څو نورو کسانو سره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی، هلته په یوه خبري غونډه کې چې د روسیې د سپوټنیک ټلوېزیوني شبکې له لوري خپره شوې، کړې دي.

په انځورګرۍ سره د سولې هیله

د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.

افغانستان؛ په ۲۰۲۰ کې ۲ زره او ۹۵۸ ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ټول‌ټال ۸ زره او ۵۰۰ ملکیانو ته په ټول هېواد کې مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲ زره او ۹۵۸ هغه وژل شوي او پنځه زره او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د دویم مقاومت جوړېدل؛ د ملي روغې جوړې شورا خبر ورکړ

د ملي روغې جوړې شورا سلاکار عبدالبصیر سالنګي په سالنګ کې د عام وژنې ۳۲م تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د دویم مقاومت پر جوړېدو کار روان دی او که د سولې خبرې ناکامې شي، دغه مقاومت به جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کولو سره سره دا ډله لا هم پر جګړې ټینګار کوي او په تېرو ۸ میاشتو کې د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

طالبان د سولې خبرو ځنډولو لپاره پلمې لټوي

په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرې اترې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، خو تر اوسه د دواړو لوریو د مرکچیانو له لوري په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دولت د سولې مرکچي پلاوي نن پر ټویټر لیکلي چې ځینې کسان د سولې خبرو د ځنډولو لپاره پلمې لټوي.

افغانستان نړیوالې ټولنې ته: طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسئ

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت له پاکستان او خپلو نړیوالو شریکانو غواړي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په پرخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یې د سولې بهیر پر وړاندې ځینې ننګونې هم را ولاړې کړې دي.