اردوغان او پوتین له طالبانو سره د اړیکو ټينګښت پر همغږۍ هوکړه کړې
د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي، دغه هېواد له روسیې سره په افغانستان کې د نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت سره د اړیکو ټينګښت په اړه پر ګډې همغږۍ هوکړه کړې.
د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي، دغه هېواد له روسیې سره په افغانستان کې د نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت سره د اړیکو ټينګښت په اړه پر ګډې همغږۍ هوکړه کړې.
د ترکیې صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن ځای نه دی. د نوموړي په وینا، افغان پناه غوښتونکو ته په دغه هېواد کې د امن پناه غوښتنې هېڅ راز ژمنه نه شته.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د پاتې کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. په اعلامیه کې لیکل شوي چې ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او هوکړه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان او ترکیه مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او باید پر خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.
طالبانو هر هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې وغواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خپل سرتېري پرېږدي.
دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېڅ هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.
عزیزاغا چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مشر زوی او ګټیالی وو. له خپلو ټولو ځوانو هیلو سره خاورو ته سپارل کېږي. هغه ۲۸ کاله عمر درلود او د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شوی وو.
حمید حمیدي د پروان اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه پر ستونزمنو لارو سفر پیل کړ، خو هیله یې پوره نه شوه.
حمیدي هغه مهال د نامنظمې کډوالۍ ترخې تجربه کړې چې نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی و او لومړی ایران او له هغه ځایه هم ترکیې ته ولاړ.
که څه هم افغانستان یو کرنیز او د ودې په حال کې دی، خو جګړه، د امنیت نه شتون او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ګڼشمېر افغان ځوانان ګاونډیو او اروپايي هېوادو ته پر سختو او له خطره پر ډکو لارو نامنظې کډوالۍ ته زړه ښه کړي.
په وروستیو څو کلونو کې ګڼشمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېکمرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.
د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.
وزګارتیا او بېوزلۍ هرکال بېشمېره افغان ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي او هغوی ښې راتلونکي ته د رسېدو په هیله نورو هېوادونو ته د تلو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي. له دې ډلې ځینې له قانوني پړاونو تېرولو پرته خپلو هیلو ته رسیږي، خو یوشمېر نور چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو روانېږي.
په ایران کې د کورونا ویرووس له خپرېدو سره هممهاله ګڼشمېرافغانان له دې وېرې چې پر دې ناروغۍ به اخته چې اړ شول چې خپل هېواد ته را وګرځي. ۳۰کلن عبدالوهاب سلیماني د زابل ولایت اوسېدونکی دی، نوموړی هم کورونا اړ کړی چې له ایران څخه خالي لاس بېرته خپل هېواد ته ستون شي.
سلاموطندار داځل هغو افغان زدهکړیالانو، د رسنیو او مدني ټولنې فعالانو سره د سولې په تړاو خبرې کړي چې د زدهکړو یا هم د مجبورۍ له کبله ترکیې ته کډوال شوي او بېرته هېواد ته د ستنېدو په اړه فکر کوي.
د دغو افغان ځوانانو له ډلې څخه د رسنیو فعاله، انځورګره او شاعره منیره اورګنج ده چې کارادنیز پوهنتون څخه د ژورنالیزم او عامه ادارې په برخو کې دوه د لیسانس سندونه لري او تېرو څو کلونو راهیسې ترکیه کې خپلې زدهکړې کوي.
محمدامیر فاریابي د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، خو اوس د ترکیې په استانبول ښار کې کډوال دی. هغه وايي، ۲۵ کاله يې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د افسرۍ دنده لرله، خو له پنځو کلونو راهیسې په ترکیه کې بېبرخلیکه پروت دی. د نوموړي په وینا، د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله يې هېواد پرېښی او په ۱۳۹۵ کال کې لومړی ایران او بیا هم ترکیې ته تللی دی.
په ترکیه کې ګڼشمېر افغان کډوال وايي، د تېر کال په پرتله د خوراکي توکو نرخونه، د کور کرایه، اوبه، برښنا او د ګازو بیې لوړې شوي او دوی یې په اړه سختې اندېښنې لري. د خوراکې توکو د بیې لوړوالی، او د کورونا له کبله پیدا شویو اقتصادي ستونزو د نورو هېوادونو تر څنګ، پر ترکیې هم منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې بیا کډوالو ته رسېدلی دی.
یو افغان او ځوان انځورګر عرفان هزاره په ترکیه کې کډوال دی. عرفان په ډېره کمه موده کې د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی او په دغه هېواد کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی. نوموړي د خپلې انځورګرۍ په برخه کې نویو نوښتونو سره د ترکیې د لوړپوړو چارواکو پام ځان ته اړولی او له دې لارې یې خپل نوښتونه د ترکیې خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون