ذبېح‌الله مجاهد: د نجونو ښوونځي به هرومرو پرانېستل کېږي

د ا.ا د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دیني عالمانو په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی، نن یې په یاده غونډه کې وینا کړې ده.
هغه په دې نړیواله غونډه کې ویلي چې افغانستان کې به له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي هرومرو پرانېستل کېږي.

حکومت د متحده اماراتو یوه شرکت سره د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد لاسلیک کړ

د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.

ریچارډ بنټ په ترکیه کې له افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې په ترکیه کې له افغان مېرمنو، مدني ټولنو غړیو، زده‌کړیالانو د ولسي جرګې مخکینیو غړیو او د مخکیني حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه غیررسمي، لنډه او ډېره ګټوره وه.

وېسټ سره لیدنه کې پر سیاسي بهیر د افغان سیاستوالو ټینګار؛ «د دغسې بهیر څرک نه‌لیدل کیږي»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، افغان سیاسي څېرې چې تېره اونۍ یې ورسره لیدلي په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانانو لپاره ښه لاره نه ده او د ناورین د حل لپاره سیاسي بهیر ته لومړیتوب ورکوي او ورته لېواله دي. خو هغه ناهیلي څرګنده کړې چې اوس د دغسې یوه بهیر څرک نه لیدل کیږي.

داعش بلخ کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه واخیست

د اسلامي دولت نومې ډلې یا (داعش) اعلان کړی چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په دغو چاودنو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشري ترکیې ته تللی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی دی. دغه وزارت ویلي، ټاکل شوې چې متقي به د انتالیا ډيپلوماسۍ غونډه کې له ګډون سربېره، د افغانستان د وضعیت په اړه وینا هم وکړي.

د ای‌اېس‌ای مشر ترکیه کې د یو‌شمېر افغان ګوندونو له مشرانو سره لیدلي

د اینډېپېنډېنټ فارسي خبري سایټ د یوې سرچینې په خبره ویلي، د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال ندیم احمد انجم د تېرې جمعی پر ورځ د ترکیې په انقرې ښار کې د افغانستان د یو‌شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق سره لیدلي دي.

ترکیه او قطر به ډېر ژر د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو چارې سمبال کړي

د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

یوه افغان‌کډواله مېرمن ایران کې د سړې هوا له امله مړه شوې

د ترکې صباح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، یوه افغان مېرمنه له خپلو دوو ماشومانو سره چې غوښتل یې له ایران څخه ترکیې ته واوړي، د لارې په اوږدو کې د سړې هوا له امله مړه شوې ده.

په رپوټ کې د ترکي چارواکو له قوله راغلي چې دغه مېرمن د ایران په «بلاسور» کلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې مړه شوې.

ترکیه: ښایي د قطر او اماراتو سره په ګډه د کابل هوايي ډګر مدیریت کړو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌ اوغلو وايي، ښايي ترکیه له متحده اماراتو او قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر مدیریت کړي. هغه له ترکیې صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې له اسلامي امارت سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه تراوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

د بهرنیو هېوادونو پر پولو د افغان کډوالو وهل کېدل

یوشمېر افغانان چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له قاچاقي لارو له هېواده وتلي، وايي چې د بهرنیو هېوادونو پر پولو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري نه یوازې وهل ټکول کېږي، بلکې د مرمیو په ویشتلو یې اړ باسي چې بېرته راوګرځي. یو افغان نقیب‌الله ولولجي چې هېواد یې پريښی او غواړي ترکیې ته ولاړ شي، وايي چې د ترکیې پر پولې پوله‌ساتو ځواکونو وهلی او درې ځله یې بېرته را ګرځولی دی.

المان ترکیې ته: د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره طالبانو سره همکاري وکړئ

دویچه‌وله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

اردوغان: پر کابل هوایي ډګر له هوکړې وړاندې باید ټول‌‌ګډونه حکومت اعلان شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټول‌ګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټول‌ګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.