په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې جګړه لا هم دوام لري

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام‌ولي افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې په مرکز لښکرګاه کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او له کبله یې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.
د نوموړي په وینا، اوس د هلمند پر امنیې قومانداني، ولایت مقام، محبس او ملي امنیت ریاست سخته جګړه روانه ده چې ملکیانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما طالبانو ته: هرات کې زموږ پر دفتر د برید ځواب ووایئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د دغه سازمان پر دفتر د برید څرنګوالي په اړه ځواب ووايي. یوناما له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د دغه سازمان پر دفتر د برید په اړه بشپړې څېړنې وکړي.

د جګړې زیاتوالي د بیان ازادي زیانمنه کړې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو او د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې زیاتېدو د بیان ازادي ته چې په وروستیو شلو کلونو کې د هېواد مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي، سخت زیان اړولی دی.
د دغه سازمان په خبره، د طالبانو له لوري د یوشمېر ولسوالیو په نیول کېدو سره د اطلاع رسونې بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.

اسټرالیا: د طالبانو له لوري د ملکیانو وژنه د اندېښنې وړ ده

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره ماریس پین وایي چې افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د تاوتریخوالي دوام، د ملکیانو زورول په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو شکنجه د اندېښنې وړ ده. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره نن په یوې ټيلیفوني اړیکه کې کړې دي.

طالبانو د ماشومانو جلب و جذب ته ملا تړلې

سره له دې چې تر دې مخکې هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د دې ډلې له لوري د ماشومانو د جلب و جذب په اړه راپورونه خپاره شوي، خو اوس د یادو سیمو یوشمېر اوسېدونکي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا موضوع تاییدوي او وايي، هغه ډېری وسله‌وال چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل کېږي، په زوره د طالبانو لیکو ته جذب شوي دي.

د اوبو رسولو ریاست: هرات کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ۳متره ټيټه شوې

په هرات کې د لوېدیځ زون د اوبو رسولو ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې له کمساري ټیټوالي خبرداری ورکوي او وايي چې د دوی د معلوماتو او سنجش له مخې، په دغه ولایت کې د اوبو کچه تر ۳ مترو ټيټه شوې ده.

ښوونځي او پوهنتونونه د امنیتي ځواکونو او طالبانو پر سنګرونو بدل شوي

سره له دې چې اوس په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي، خو په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لامل شوې چې ښوونیز مرکزونه تړلي او زده‌کوونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

سره صلیب په شپږو میاشتو کې د نږدې ۵۰ زره ټپیانو درملنه کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.
دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

طالبانو بدخشان کې د آس مجسمې ویجاړې کړي

د بدخشان ولایت محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالي کې د اس مجسمې چې د وزلوبې ښکارندویي کوله او په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې وې، د طالبانو له لوري ویجاړې شوي دي.

کابل کې بهرني ډیپلوماټان: طالبان دې نظامي عملیات ودروي

په افغانستان کې د اسټرالیا، ډنمارک، چک، اروپايي ټولنې، امریکا، بریټانیا، جاپان، سوېلي کوریا او د ناټو ملکي استازولۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب ډلې غوښتي چې ژرترژره خپل نظامي عملیات ودروي. په اعلامیه کې لیکل شوي چې د طالبانو نظامي عملیات، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پروسه ناکاموي او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل کېږي.

روغتیا وزارت: د اختر ورځو کې تګ‌راتګ مه کوئ

د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر له را رسېدو سره سم له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته تګ‌راتګ نه کوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې کچه کمه شوې، خو د خلکو بې‌غوري به بیا وضعیت خراب کړي.