
د م.م د بشريحقونو شورا افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کړې او دغه هېواد کې یې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کړې او دغه هېواد کې یې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د بېپولې خبریالانو نړیوال سازمان نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د خبریالانو خپلسري نیول زیات شوي. د بېپولې خبریالانو سازمان خبرپاڼه کې ویل شوي، تراوسه د هېڅ خبریال دوسیه چې د بېلابېلو تورونو له امله نیول شوي، د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لورې نهده ارزول شوې چې دغه اقدام د رسنیو د قانون خلاف دی.
د چاپخونو یوشمېر مالکان وايي چې هېواد کې د بېلابېلو ستونزو له کبله یې د کار بازار خراب شوی او ګڼشمېر چاپخونې د دیوالي کېدو له ګواښ سره مخ دي.
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، افغانستان د القاعده شبکې لپاره پر یوه امن پټنځای بدل شوی او په یاد هېواد کې په ازاده توګه فعالیت کوي چې په راتلونکې کلونو کې به له لرې لارې د بریدونو توان ولري. ګارډین د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو له لوري د معلوماتو پربنسټ د جوړ شوي راپور له قوله ویلي، د القاعده فعالیتونه به د افغانستان امنیت وګواښي.
د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له دوام څخه اندېښمن دي. یوشمېر خبریالانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال ادعا وکړه چې د رسنیو یوشمېر ملاتړي بنسټونه د خبریال له نوم څخه په استفادې، ډېرې پیسې لاسته راوړي، خو دغه پیسې پر هغو خبریالانو نه دي وېشل شوي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.
یوشمېر کابل ښاریان د هېواد په بازارونو کې ورځ تر بلې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي څخه اندېښنه ښيي.
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري د یوشمېر خبریالانو نیول، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.
ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري او د دې شبکې غړي په ازاده توګه افغانستان کې خپل فعالیت کوي. د چارو شنونکي وايي چې د القاعده او داعش په ګډون ټولې ډلې د امریکا او ملاتړو سره یې اړیکې لري چې د هغوی په امر فعالیت کوي او تمویلوي یې.
تاجکستان د افغانستان تحولات او سیمهییزو ګواښونو تر نوم لاندې د سیمې د هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دې غونډه کې د هند، چین، ایران، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان د امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې د سیمې هېوادونو افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړه.
د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو ناسته پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه.
د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د پولو د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او خپلو پولو کې یې د امنیت پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت لهخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه شوي دي.
دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې له افغان خاورې د ازبکستان پر ترمز ښار راکېټي بریدونه شوي دي. ا.ا که څه هم دغه موضوع رد کړه، خو شمالي ولایتونو کې د ازبکستان هوايي ځواک د افغانستان په خاوره هوايي ګزمې وکړې. د لوګر، پنجشېر او بلخ په څېر ځینو نورو ولایتونو کې هم د نامشخصو بېپېلوټه الوتکو د ګرځېدو ادعاوې شوې.