د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

سرپرست حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بولي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د دغه اقدام په غبرګون کې سلام‌وطندار ته وویل، دا پرېکړه کولای شي، د کابل او مسکو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي.

نوموړي وویل: «دا مثبت ګام دی او دواړو هېوادونو ته یې، ګټه رسېږي، ځکه ګام دی چې هم روسیه او افغانستان یې، پربنسټ کولای شي، خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړي او اقتصادي اړیکې ښې کړي او مثبت تعامل ته لاره هواره شي.»

د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ اړیکې افغانستان کې له کورنیو جګړو راهیسې پیچلې او بدلې شوې دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې مسکو ویل چې اسلامي امارت د سیمې امنیت ته ګواښ دی. له ۲۰۰۱ کال وروسته روسیې د افغانستان له منتخب حکومتونو ملاتړ وکړ.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د روسیې تګلاره بدله شوه.

که څه هم مسکو تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی؛ خو د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په اشارې سره وايي، د دغه ډول اقدام پلي‌کېدل د سرپرست حکومت لپاره له روسیې او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو لپاره ښه زمینه برابرولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وویل: «روسیه سیمه کې د خپلو ګټو لپاره هڅه کوي چې افغانستان سرپرست حکومت سره اړیکې پراخې کړي؛ ځکه دا به نه یوازې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا لامل شي، بلکې د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره ثبات او سوله او د اړیکو پراختیا لامل هم شي.»

له دې سره د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز معارج په دې باور دی چې مسکو هڅه کوي افغانستان کې خپل نفوذ پیاوړی کړي او سیمه کې د امریکا او د هغې د متحدینو نفوذ کم کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراخول باید په احتیاط سره وشي، څو افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د قدرتونو د کړکېچ په مرکز بدل نه شي.

عزیز معارج وویل: «روسیه سیمه کې د رقابتي سیاست چې له لوېدیځ سره یې، لري، ا.ا سره د اړیکو پراختیا ته لېواله ده؛ له همدې امله غواړي چې امارت ته امتیازونه ورکړي، له ډلې یې، کابل کې سفارت پرانېست. دا امارت ته ښه فرصت دی چې یوه نړیوال ځواک ته له نږدې کېدو ګټه واخله؛ خو په احتیاط چې د لوېدیځو هېوادونو حساسیتونه رامنځته نه‌شي.»

د تېر لمریز کال د جدي په اتمه نېټه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو قانون لاسليک کړ چې له مخې يې د ترهګرو ډلو له نوملړه د تروريستي سازمانونو نومونه د موقتې مودې لپاره ايستل کېږي.

د دغه قانون پر بنسټ، د روسیې قضايي بنسټونه کولی شي د دغه هېواد د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال په غوښتنه او د محکمې له پرېکړې سره سم، په موقت ډول د اسلامي امارت نوم د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام