نورستان چې دوه کاله وړاندې د ملي پارک په نوم ونومول شو، مرکز پارون يې د ګوتو په شمېر هټۍ لري او اکثریت خلک یې درو او کلیو کې اوسېږي. له مرکز پارون ۴۰ کیلومتره لرې «کانتياو دره» کې چې د څارویو لپاره پراخ څړځایونه لري، ژوند په بشپړه توګه ساده او د خلکو لګښتونه له خپلې مالدارۍ دي.

د هر کلي څړځای معلوم او د خپلې ونډې مطابق په کې د څارویو د ساتلو لپاره کمپ ته ورته ځایونه لري چې د اوسېدو دوه درې خونې او د څارویو د ساتلو ځانګړي ځایونه په کې شته چې دوی يې «بانډې» بولي. له کلیو لرې دغو «بانډو» ته، ان په ساعتونو مزل ته اړتیا وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له هر کوره یو کس ځانګړی شوی چې په ګروپي شکل بانډو کې مالونه وساتي، خو هغوی چې مالونه نه‌لري او په ساتنه کې يې برخه واخلي، نو د نورو مال‌لرونکو په څېر پرې محصولات وېشل کېږي.

د«کانتياو درې»  اوسیدونکي عبدالله وویل، له ژمي وړاندې څلور میاشتې همدلته وي او مخکې له دې چې واورې وشي، بیرته خپلو کلیو ته ستنیږي.

هغه وویل: «یوه میاشت یو ګروپ او بله بل ګروپ راځي، په نوبت دلته مالونه ساتي. څلور میاشتې زموږ مالونه په باندې کې وي. سهار وخته دلته غواګانې او ویزې لوشل کېږي له هغې قورت او سوچه غوړي جوړو هغه بیا همدلته جمعه کېږي تر میاتشې وروستې یې کلي ته وړو او تر هغې وروسته شپږ کسان ګروپ وي چې د ورځني ژوند تېرولو لپاره پرې همدا په مساوې شکل وېشل کېږي.»

نورستانیان د خپلو مالونو د شيدو د پروسس لپاره همدې بانډو کې کوچنۍ فابریکې لري. تومنه شوې شیده لومړی په لویو دیګونو کې وېشوي او تر هغې وروسته یې «غړکي» ته چې یو متر اوږد او نیم متر پلن‌والی لري او د څاروي له څرمن جوړ شوی، ور اچوي.

خالد چې د خپلې کورنۍ په استازلۍ «بانډې» ته راغلی وایي، د مالونو ساتل او پالل سخت دي، خو دا چې لګښتونه یې ټول د محصولاتو دي، نو مجبوره دی چې دلته ورته یوه میاشت تېره کړي.

«موږ د شپې له‌خوا په دې غړکیو کې ماسته اچوو، بیا یې سهار وخته راخلو، چې ښه یخ شي ډېر ساعت يې ښوورو تر هغې وروسته ترې کوچ وباسو، چې د سیند په غاړه مو ورته کوچني کورونه جوړ کړي هتله یې ساتو او کله چې وخت پوره شي کلي ته یې وړو او په شریکه یې تقسیمو تر څو په خپلو کورونوکې ترې استفاده وکړو.»

که نورو ځایونو کې د محصولاتو ساتنې لپاره له یخچالونو استفاده کېږي، نو د نورستان «بانډو» کې په طبعي شکل د اوبو په غاړه یخچال ته ورته ځایونه جوړ دي چې ځایي خلک یې «کورګي» بولي.

په دې کې تر اونیو کوچ، ماسته او قورت ساتي، ترڅو وروسته یې بیا کلیو ته یوسي. بانډو کې د ساعتیرۍ لپاره محلي موسقي هم غږول کېږي او ځوانان چې کله ستړي شي، نو په خپلو ټوپکو نښې ولي او د اس سواري کوي.

هر ګروپ سره د مالونو ساتلو لپاره ټوپکې او په لرې واټن کې د څار په موخه عصري دوربینونه هم شته، ځکه غرني سیمې لیوان او نورو ځناور لري.

عبدالله چې راسره د لارښود په توګه ملتیا کوي وايي: «د کمرو په تختو ډوډۍ پخوو، د جوار او غنمو وړه ورته په څاریو له خپلو کورونو راوړو. وايي، ډوډۍ خوږه او خوندوره ده.»

د مرکز پارون د «کانتياو درې» خلک بازار څخه وچه او لنده میوه نه پېري، ځکه غرونو کې د غوزانو، جلغوزیو او نورو ډول ډول میوو بوټي شته چې خلک ترې استفاده کوي او ترڅنګ يې ځینو سیمو کې په دودیزه توګه د مڼو باغونه هم جوړ شوي.

تل د وخت په حکوموتونو نیوکې شوي چې نورستانیان يې له پام غورځولي او افغانستان ته په ډېرو بهرنیو مرستو کې چارواکي نه‌دي بریالي شوي چې دې سیمې ته کارونه وکړي، نو ځکه خو اوس خلک له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نورستانیان که خوراک تر ډېره په خپلو سیمو کې له شته منابعو پوره کوي، ترڅنګ یې تر یوه بریده د برېښنا ستونزه هم حل ده، ځکه هر کلي کوچني برېښنا کوټونه جوړ کړي او د روښنایۍ، تلویزیون کتلو او نورو اړتیاو لپاره ترې ګټه اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام