د پکتیا لجه‌منګل ولسوالي چې پر غرونو پوښل شوې، اوسېدونکي یې وايي، یادې ولسوالي کې شته روغتیايي مرکزونه له دوی لرې جوړ شوي چې د ناروغانو لېږد پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د يادې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، جوړ شوي کلينيکونه د هستوګنې له کورونو لرې دي او په وینا یې، پر وخت ورته خپل ناروغان نه‌شي رسولی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شینګل چې خپل ناروغ یې د لجه‌منګل ولسوالي د «توشنک» کلینیک ته راوستی، وايي، ياد روغتون کې نه، متخصص ډاکټران شته او نه هم په‌کې درمل پيدا کېږي.

«پسرلي په موسم کې چې په خوړ کې اوبه زياتې شي، موږ نشو کولای چې خپل ناروغان په وخت شهرنو روغتون ته ورسوو بيا چې کله د ژمي موسم وي چې واورې وشي، اوبه يخ شي، نو سرک په مکمل ډول بند شي، موږ ناروغان په وخت نشو رسولی ځينې وخت خلک په اسونو باندې يا په لرګینو کټونو کې ناروغان بيا روغتونو ته انتقالوو يا د لجې ولسوالي عمومي سرک ته يې وباسو.»

په ورته مهال مهربان چې خپل ناروغ یې دې کلینیک ته راوستی، سلام‌وطندار ته وویل، ډېری خلک د ولسوالي مرکز څخه  لرې د غرونو درو کې اوسېږي او کلينيکونو کې د امبولانس نشتوالي له امله په دلیل خلک نه‌شي کولی چې خپل عاجل ناروغان مرکز او يا هم بل روغتون ته انتقال کړي.

نوموړي وویل: «کلینیک لرو خو يوازې څلور اطاقونه لري. موږ ډاکټرانو ته، درملو ته اړتيا لرو کله چې زموږ ډېر عاجل ناروغ وي چې په کلینیک کې يې علاج نه‌کيږي هغه چې لاره کې وړو، دوه يا درې زنانه مړې شوې. موږ نه ګردېز ته ورسولی شوې نه شهرنو روغتون ته، نو هغه په لاره کې مړې شوې، نو موږ سرک ته اړتيا لرو، کلینیک کې نورو څلورو اطاقونو ته اړتیا لرو، درملو ته اړتيا لرو چې موږ ته ښه درمل راوړي، دغو ته موږ اړتيا لرو.»

د لجه‌منګل ولسوالي اوسېدونکو په وینا، د ولسوالي مرکز سره نښلېدونکې لاره خوړ کې تېره شوې او د ژمي پر مهال په‌کې هېڅ ډول موټرې تګ‌راتګ نه‌شي کولای چې له امله يې ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پکتيا روغتيايي مسوولان د لجه‌منګل ولسوالي د اوسېدونکو ځينې ستونزې پر ځای بولي او د حل ژمنه يې کوي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس خيرمحمد منصور وويل، د لجه‌منګل د کلينيکونو په ګډون يې ټولو روغتيايي مرکزونو ته د ادا موسسې په مرسته اړين درمل لېږلي دي.

د نوموړي په وينا، نږدې راتلونکې کې به د پکتيا ټولو لرو پرتو سيمو کې چې تر دې دمه ورته روغتيايي اسانتياوې نه‌دي برابرې شوي ۱۵ نوي روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

هغه وویل: «موږ د کلينيکونو او روغتونونو مختلف ډولونه لرو چې هغه کې RH,CHC,DH,BHC سيمه‌ییز ولايتي، ولسوالي روغتون، ټولنې کلینیک او لومړنی روغتيايي مرکز او سب‌سنټر او هيلف پوسټونو پورې لرو، خو موږ امبولانس RH,DH  او CHC روغتونو ته ورکولی شو او په دې پورته يادو RH,DH  او CHC کې امبولانسونه شته او په کافي اندازه خپل خدمات وړاندې کوي، خو په BHC  کلینیک کې موږ د امبولانس اجازه نه‌لرو.»

لجه‌منګل د پکتيا يوه له هغو ولسواليو ده چې تېرو شلو کلونو کې ورته د روغتيا، پوهنې او بيارغونې په برخه کې د پام وړ کار نه‌دی شوی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادې ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ولسوالي وداني د ګردېز–څمکنيو د عمومي سړک ترڅنګ جوړه شوې او د ولسوالي له مرکز څخه د خلکو د هستوګنې سيمې ته غځېدلې شل کيلومتره لاره خرابه ده چې له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام