په وروستیو کلونو کې وزګارتیا او ناامني افغانان اړ کړي چې ناقانوني کډوالۍ ته مخه کړي، څو خپلو هیلو او هوسا ژوند ته ورسېږي.

اسپندیار یو له هغو سلګونو ځوانانو دی چې خپلو هیلو او ارامه ژوند ته د رسېدو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، څو له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کړي. هغه ایران ته د کار لپاره روانېږي.

نوموړي چې په دغه سفر کې له غلو او لوږو سره مبارزه کړې وايي، دا ډول سفرونو ته به چې ژوند ګواښي، بیا زړه ښه نه کړي. هغه له نورو هغو ځوانانو چې دې ډول سفرونو ته زړه ښه کوي او په نامنظمې کډوالۍ ځي، غواړي چې د مرګ او ژوند له دې لارو لاس په سر شي.

نوموړی وايي، ایراني ځواکونه ښځو ته درناوی نه لري، کنځلې کوي، پر ښځو او ان کم‌عمره ماشومانو جنسي تېری کوي. اسپندیار زیاتوي، مور یې هم په دغه سفر کې ورسره وه او د دې لپاره چې څوک یې ونه ځوروي، تل به یې په څنګ کې پاتې کېده.

اسپندیار وايي، ایران ته د رسېدو لپاره چې خپلې کورنۍ ته د کار، زده‌کړو او ښه ژوند موکې برابره کړي، د کډوالۍ پر لوري یې د خپلې کورنۍ له غړیو سره ګڼې ستونزې ګاللي، خو دا داسې یو خوب و چې پر حقیقت بدل نه شو.

د اسپندیار په خبره، په ایران کې د کار خاوندانو له لوري وهل ډبول، زور زیاتی او د حقوقو نه ورکړه هغه څه دي چې په ډېر کم غبرګون سره افغانان د ولایتونو پوستو ته سپاري.

هغه زیاتوي، په ایران کې به یې چې څومره ډېر او ښه کار وکړ، بیا به هم سپکاوی ورته کېده او هېڅ ډول انساني چلند یې نه دی ترې لیدلی.

د اسپندیار په وینا، له کورنۍ سره یې ایران ته د سفر لس کاله تېر شوي، خو له تېر نه لا بدمرغه او له امکاناتو پرته بېرته را ګرځېدلي دي.

هغه اوس له خپلې  مور او خور سره له ښاره لرې په یو کلي کې ژوند کوي او نور له هیواده بهر چې قانوني سند و نه لري د سفر تکل نه کوي.

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالمالک رستمي سلام‌وطندار ته ویلي، د هغو کډوالو ستونزې چې له ایران او پاکستان نه د بهرنیو دفترونو او موسسو په همکارۍ راستانه شوي، حل کوي.

د رستمي په خبره، تر اوسه یې د ۵۷۶ کورنیو لپاره چې له ایران او پاکستان نه را ستانه شوي، د نغدو پیسو مرسته کړې، خو په وینا یې، څنګه چې لازمه ده، هغومره څه نه دي شوي.

د کډوالۍ د معلوماتو مرکز همغږی کوونکی سید شېرحسین هنریار سلام‌وطندار ته ویلي، دا اداره د کډوالۍ د بدو پایلو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام په انلاین توګه مخ ته وړي، څو هېوادوال د ناوړه پایلو په اړه خبر کړي.

هنریار زیاتوي، د افغانانو د پوهاوي لپاره له هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې ناقانونه کډوالۍ ته مخه نه کړي.

هر کال زرګونه کسان د خیالونو ارامه ژوند ته د رسېدو لپاره اروپايي هېوادونو ته روانېږي، خو ډېری یې د کډوالۍ پر لاره د غلو او انساني قاچاقیانو لاس ته لوېږي او د بدو پېښو قرباني کېږي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام