د بښنې نړیوال سازمان د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه چې‌ له مخې یې د افغانستان ۳.۵ میلیارډه کنګل شوې شتمني به د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کوي، ناعادلانه او تېروتنه بللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ د وحشتناکو جرایمو له امله عدالت، جبران او حساب غواړي، خو دا پیسې د هغو خلکو نه دي ‌چې دا جرایم او بریدونه یې کړي، بلکې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده. د دغه سازمان په وینا، ځانګړې شوې پیسې د هغو خلکو دي چې اوس په نس وږي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سازمان ویلي چې د افغانستان اقتصاد له د سقوط سره مخ دی، د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او افغانۍ ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي: «د نړۍ د نورو خلکو په څېر افغانان هم د اړتیا وړ خوړو، سرپناه، تحصیل، روغتیا او امنیت حق لري او د ډېرو افغانانو دا حقونه له خطر سره مخ دي او ولسمشر بایډن یې باید ساتنه وکړي.»

دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني نه د اسلامي امارت او نه هم د سپټمبر د یوولسمې د بریدګرو دي، دا پیسې د افغانانو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي‌ چې د افغانانو ژوند د خپل بهرني سیاست تر اهدافو لوړ وګڼي او د شتمنیو په اړه شوې پرېکړه باید لغوه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. تر دې مخکې د بشري حقونو څار سازمان هم د بایډن پر دې پرېکړې نیوکه کړې وه. دغه‌راز، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې هم د دې پرېکړې پر ضد لاریونونه دوام لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام