کندوز کې خبریالان: اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه دې برابره شي
کندوز کې یوشمېر خبریالانو د «مطبوعاتو نړیوالې ورځې» په تړاو جوړه شوې غونډه کې له مسوولانو غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې دې، اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
کندوز کې یوشمېر خبریالانو د «مطبوعاتو نړیوالې ورځې» په تړاو جوړه شوې غونډه کې له مسوولانو غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې دې، اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
د پاکستان د حکومت ځینو سرچینو د شنبې پر ورځ اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان په اړه د سیمې په کچه تماس ډله کې د هند له ګډون سره د پاکستان د مخالفت له امله د دغې ډلې د جوړولو طرحه له ستونزو سره مخ شوې. اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان دغه ډله کې د هند له حضور سره مخالفت څرګند کړی دی.
قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د ځمکو د استرداد کمېسیون د افغان هندوانو او سېکانو د غصب شویو شتمنیو د خلاصون بهیر پیل کړی.
یاد کمېسیون د عدلیې وزارت له لوري جوړ شوی او په هېواد کې د ځمکو د غصب مخنیوي اړوند چارې مخته وړي.
د پاکستان د مشرانو جرګې غړیو پرون په کورنیو ټاکنو کې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.
اېکسپرېس ټرېبیون لیکلي چې ګیلاني پرون (د اپرېل نهمه، د سهشنبې ورځ) د ۴۱ مثبتو رایو په ګټلو سره د مشرانو جرګې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حریت، اُمېد او شریعت» په نومونو درېوو غږیزو رسنیو په فعالیت پیل وکړ.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلاموطندار ته وايي چې یادو رسنیو «دوشنبه، وري ۱۳مه» په رسمي توګه دغه ولایت کې خپلې نشرات پیل کړي دي. د هرات د محلي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۳۱ غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.
په کابل کې اووهلس ښځو له سلاموطندار سره مرکو کې ویلي چې په ځلونو پر ټولنیزو رسنیو د یوشمېر کسانو لهخوا ځورولې شوي او پر ټولنیزو رسنیو یې امنیت خوندي نهدی. د دغو ښځو له دلې اته هغو ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېدو یې پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې نوم ته زیان اړولی دی.
په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ، د سلاموطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نهلري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي، په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی.
په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلاموطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.
د سرپرست حکومت له لوري د تېر ۱۴۰۲کال پرمهال افغانستان کې په ۱۷ بېلابېلو برخو کې ښځو ته سپارښتنې شوې چې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو پرمهال بیا د دې سپارښتنو شمېر ۴۹ ته رسېږي. د سرپرست حکومت په وار وار ویلي، دغه سپارښتنې د ټولنې سمون او په وینا یې، د اسلامي شریعت پلې کولو لپاره ورکول کېږي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي انډریاس سټفانسون تازه د دغه هېواد له یوې غږیزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له درېوو ورځو راهیسې یې د ا.ا د سرپرست حکومت په غوښتنه په افغانستان کې فعالیت درولی دی. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په اتلسو ولایتونو کې له اړمنو، په تېره ښځو، ماشومانو او معلولانو سره مرستې کولې.
افغانستان د اسیا په زړه کې هغه هېواد دی چې په څه باندې سلو کلونو کې د سیاسي او نظامي اړ و دوړ شاهد دی او دغه وضعیت یې د وګړو، په تېره د ښځو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.
افغان ښځو ته په ۲۰۰۱ کال کې یو ځل بیا د فعالیت لاره هواره شوه او په شاوخوا دوو لسیزو کې یې له هر اړخه د پام وړ پرمختګ وکړ، خو دا ګړندی بهیر یې د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې یو ځل بیا ټکنی او ان په ټپه ودرېده.
د روزګان مقام ویاند حافظ احسانالله حماس او امنیه قومنداني ویاند حضرت بلال روزګاني په یاد ولایت کې له رسنیو څخه د لیدنې پرمهال د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په یادو لیدنو کې نوموړو ویندویانو د رسنیو له مسوولانو او کارمندانو سره د هغوی پر نشراتي او تبلیغاتي اړخونو بحث وکړ.
د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ډیورنډ کرښه پاکستان پورې تړاو نهلري او په دې اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې د منلو وړ نهدي.
نوموړي کابل کې له یوې دیني مدرسې د نجونو فراغتغونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ډیورنډ له انګرېزانو پاتې یوه کشاله ده چې پاکستان پورې تړاو نهلري.
د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې دا مهمه او نوموتې رسنۍ د مالي ستونزو او محدوديتونو له امله د خپرونو د کمیت او کیفیت له کمښت سره مخ ده.
په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د ځینو راډیوګانو مسوولان وايي، پر رسنیو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو هېواد کې د راډیويي خپرونو پر کیفیت او کمیت منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجتالله مجددي وايي چې هلمند کې خبریالانو له ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي. مجددي د یادې لیدنې پر مهال ویلي چې هلمندي خبریالان د نورو ولایتونو سره په توپیر ځینو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي چې ځايي مسوولان یې باید ستونزې ورحل کړي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د لومړي ځل لپاره له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ګواښ نشته او افغانانو هېڅکله پاکستان ته ګواښ نهدی پېښ کړی.
د افغانستان سرپرست حکومت د کاکړ له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون