د طالبانو د رهبرۍ غړي امیرخان متقي نن په یوه خپور کړي غږیز پیغام کې ویلي چې د پنجشېر مسلې د هواري لپاره د مقاومت جبهې له مشرانو سره د دوی خبرې بېپایلې پای ته رسېدلي دي.
نوموړي د پنجشېر له اوسېدونکي څخه غوښتنه کړې چې خپل مشران د یادې ستونزې د هواري لپاره خبرو ته قانع کړي او هغه کسان چې د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري باور نه لري، له دغه ولایت څخه یې بهر کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
متقي په دغه غږیز پیغام کې ویلي، کله چې د ناټو په همکارۍ څه ونه شول، اوس مقاومت ګټه نه لري او جګړه باید رامنځ ته نه شي.
هغه وایي چې د طالبانو په استازیتوب د پنجشېر اوسېدونکو ته قول ورکوي چې ځان او مال به یې خوندي وي.
د امیرخان متقي دغه غږیز پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې مونږ د یوه ټول ګډونه حکومت غوښتونکي یو او سوله د تسلیمۍ په معنی نه ده.