د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د وسلهوالو غلاوو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، که څه هم اسلامي امارت د هېوادوالو د امنیت تامین په اړه ډاډ ورکوي، خو وسلهوالو غلو د هغوی ژوند سخت کړی دی.
دغه اوسېدونکي سلام وطندار ته وایي په عامو او ښاري ټکسیانو کې وسلهوالې غلاوې ډېرې شوي او دغه ډول پېښې د کابل په تر ټولو امن سیمو کې هم رامنځته شوي دي. دوی له امنیتي بنسټونو څخه غواړي چې د دغو غلاوو د مخنیوي لپاره ځانګړې تدابیر ونیسي.
هدایت حلیمي چې دوه ورځې مخکې له وسلهوالو غلو سره مخ شوی وايي، په ښاري موټر کې د ښځینه غلو له خوا په مرګ وګواښل شو، نو ځکه اړ شو چې خپلې پیسې او ټول اسنادونه هغوی ته ورکړي.
حلیمي زیاتوي: « له دوو چکپاینټونو وروسته د ماښام شپږ نیمې بجې وې چې د تایمني په پینځم سرک کې یوې کوڅې ته وګرځېدل. ټولې چادریانې په سر کړې وې، یوه یې وسله اوېسته او په سر راته ونیوله او بله ښځه ملا کې راته وسله ونیوله. بله وسله موټر چلوونکي سره وه چې ماشه یې راته کش کړه او وې ویل، هر څه چې لرې مونږ ته راکړه. مبایل، پیسې او پاسپورټ یې راڅخه واخیستل.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی صادق هم چې وسلهوالو غلو سره مخ شوی وايي، د نارینهوو ترڅنګ یو شمېر ښځې هم وسلهوالو غلاوو ته مخه کړې او په بېلابېلو پلمو خلک لوټ کوي.
هغه ټینګار کوي، دا پېښې باید وڅېړل شي او د وسلهوالو غلو لپاره باید مسوولان جدي اقدامات وکړي.
ومو غوښتل چې په دې اړه او دا چې امنیه قومنداني د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره څه پروګرامونه لري د دغه بنسټ د ویاند خالد ځدراڼ نظر هم واخلو، خو هغه ځواب ویلو ته حاضر نه شو.
خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د امنیتي بنسټونو په هڅو سره په ټول کابل ښار کې امنیت تامین دی او دوی دغهراز، هڅه کوي چې د وسلهوالو غلاوو کچه هم صفر ته راټیټ کړي.
کریمي زیاتوي، پرون هم ۵ تنه غله د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوي و او د قانون منګولو ته وسپارل شول او د هغو کسانو څېړنې او تعقیب هم دوام لري چې د خلکو امنیت خرابوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وسلهوالو غلاوو د زیاتولي په اړه داسې مهال اندېښنې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې هدفي وژنې هم زیاتې شوي او د هېوادوالو اندېښنې یې راپورته کړي. ښاریان وایي چې د امنیت تامینولو په برخه کې د امنیتي بنسټونو هڅې کومه پایله نه ده ورکړې.