مایوسي یې هره کلمه خبره کې چې کوي یې، له ورایه ښکاري. د هغه پر څېره دغه مایوسي د اذربایجان پلازمینه باکو کې یوې تیارې او نمجنې خونې کې، نامعلوم برخلیک او تنګ‌لاسۍ نه سرچینه اخلي.

پیاوړې افغان خبریاله نظیفه رحمتي چې دا دی اوس اذربایجان کې د ژور خفګان په څپو کې راګیر شوې ده د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغه شوې ده.

نظيفې د تحصیلي اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، د هېواد په یوې غږيزه رسنۍ «راډيو»کې کار پیل کړ او په ښه پرمختګ او د بریا په ترلاسه کولو سره یې، مهارتونو ته لاسرسی وموند.

نظیفه هغه مهال ستونزې سره مخ شوه چې د بل مذهب هلک یې د ژوند ملګري په توګه غوره کړ چې دغه موضوع د دواړو خواوو د کورنیو او خپلوانو لپاره د زغملو نه وه.

د نظيفې او د هغې د مېړه په ژوند کې کورنۍ لاسوهنې هغه اړه کړه چې محکمه کې له عقد کولو وروسته، هېواد د نامنظمې کډوالۍ له لارې خوشې کړي؛ خو نه پوهېده چې د دغې کډوالۍ قیمت څومره لوړ دی.

نوموړې د کورنۍ له لاسوهنې پرته او د غوره او هوسا ژوند تېرولو په موخه اذربایجان هېواد ته کډواله شوې؛ خو اوس هر څه د هغې د تصور پر خلاف مخ ته ځي.

د اذربایجان پلازمینه باکو کې د نږدې یو نیم کال له تېرولو وروسته، دغه هېواد کې د کار کولو او پناه اخیستو اجازې نه درلودو او تنګ‌لاسۍ، د هغې ژوند بې‌خونده کړی دی.

نظيفه رحمتي چې اوس د لاله په نوم یوه لور لري وايي، د خپلې لور د ښې راتلونکې لپاره، خپل هېواد ته د بېرته ګرځېدو په اړه فکر کوي او باوري ده چې د تحصیلي اسنادو او کاري تجربې په درلودو سره کولی شي هېواد کې مناسب کار ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ د معلوماتو مرکز یا د MRC  همغږی کوونکی سید شاه‌حسین هنریار د نامنظمې کډوالۍ د کچې کمولو په برخه کې د کوربه هېوادونو له لوري د سختو قواعدو غوره کول ګټور بولي.

دې سره افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا د IOM د اطلاعاتو او ارتباطاتو مرستیال حدیث پردېس تېرو ۴ میاشتو کې اروپايي هېوادونو نه په داوطلبانه ډول د ۱۸۰ کسانو بېرته راګرځېدو نه خبر ورکوي.

پردېس وايي، د هغو کسانو لپاره چې په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي، د لنډمهال او اوږدمهال لپاره مرستې په پام کې لري.

نوموړی هېواد دننه کې د ځوانانو لپاره د کاري زمینو برابرول او د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو او ننګونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول، د ناقانوني کډوالۍ مخنیوي په برخه کې مهم بولي.

دې سره نظیفه بېرته راګرځېدو، بېرته له صفره پیلولو او داسې یوې خاوره کې ژوند نه لاس‌ په سر کېدو په اړه فکر کوي چې په خپله خوښه څه نه‌شي کولی.

نظیفه رحمتي بیا هم د بېرته راګرځېدو د ستونزمنې لارې په سوچ کې ده.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام