د میدان‌وردګ د کرېکټ امریت چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې یې د اتلس رسمي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ انټرکلب رسمي سیالۍ پيل کړي دي.

د میدان‌وردګ د کرېکټ امر محمدناصر امرخېل سلام‌وطندار ته ویلي، دغه سیالۍ د تېرې اوونۍ سه‌شنبې پر ورځ پيل او د روانې میلادي میاشتې تر پایه به دوام وکړي چې د یاد ولایت د کرېکټ ۱۸ رسمي کلبونو «روزنتونونو» څخه اتلس لوبډلې په‌کې ونډه لري. دغه سیالي ۵۰ اوریزې لوبې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امرخېل زیاته کړه چې د پیل شویو سیالیو موخه د ولایت په کچه رسمي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوی او د کرېکټ لوبې لوبغاړو ظرفیت لوړول دي.

په میدان‌وردګ کې د انټرکلب سیالیو یوه لوبغاړي محمدهارون سلام‌وطندارته وویل، خوښ دی چې په رسمي سیالیو کې لوبېږي، خو په وینا یې، دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې لپاره لازمې اسانتیاوو نشته.

نوموړي له کرېکټ بورډ ادارې غوښتنه وکړه چې دې ولایت کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ او د کرېکټ لوبغاړو لپاره د ظرفیت لوړونې لنډمهال پروګرامونه جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې تر دې وړاندې د میدان‌‌وردګ په ګاونډ لوګر او غزني ولایتونو کې هم ورته سیالۍ پيل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام