د هند لومړي وزیر د منځنۍ اسیا له درېیو هېوادونو سره په انلاین ناسته کې ویلي چې له چابهار بندر څخه د استفادې او افغانستان د موضوعاتو په اړه یوه ګډه کاري ډله جوړوي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دغه ناسته پرون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د دېرشمې کلیزې په موخه په انلاین ډول د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او د هند د لومړي وزیر ترمنځ ترسره شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ناسته کې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي وویل: « موږ ټول د سیمې د امنیت لپاره موخې او اندېښنې لرو، ټول د افغانستان د بدلونونو په اړه اندېښمن یوو، په دې برخه کې زموږ دوه اړخیزه همکاري د سیمې د امنیت او ثبات لپاره زیات ارزښت لري. »

د هندي رسنیو د راپور په وینا، د افغانستان په اړه ګډه کاري ډله به د دغو هېوادونو د چارواکو په کچه جوړه شي.

هندي رسنیو زیاته کړې چې دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک پر اهمیت ټینګار وشو چې په ۲۰۲۱ کال کې تصویب شوی دی.

د هند لومړي وزیر ویلي چې د شمال ـ سوېل د نړیوال ټرانسپورټ په کورېډور کې د چابهار بندر د شاملولو لپاره پروګرامونه لري چې ممبي له مسکو سره ونښلوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چابهار بندر د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره د هند د بهرني سیاست مهمه برخه بلل کېږي.

درې اسیايي هېوادونه لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان، له افغانستان سره ځمکنۍ پوله لري او دغه هېوادونه د افغانستان په پولو کې د افراطیت، ترهګرۍ او نشه یي توکو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام