په فاریاب کې د سلاموطندار خبریال علاءالدین ایرکین وایي، د ا.ا د استخباراتو له دوه ساعته بند وروسته خوشې شوی دی.
ایرکین سلاموطندار ته ویلي چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د ناسم پوهاوي له امله نیول شوی و چې نږدې دوه ساعته له استخباراتو سره په بند کې و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې د قومي مشرانو او د رسنیو د استازیو په منځګړیتوب بېرته راخوشې شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
علاءالدین ایرکین په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.