د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرمهال په خپلو بې‌مخینو او جنجالي چلندونو سره رسنیو کې د ځان لپاره ولسي بحثونو ته لاره پرانیسته. خو د څه باندې ۲ کلونو په تېرېدو تراوسه هېڅ څوک د هغه اصلیت او پلرنۍ پېژندګلوۍ په اړه لومړني معلومات هم نه لري.

د افغانستان بانک په وېب‌پاڼه کې چې معمولأ په کې د فني کادر او لومړي کس شخصي معلومات لیکل کېږي، د اجمل احمدي په اړه په مبهم ډول ویل شوي چې هغه له غزني ولایت څخه دی؛ خو دا چې د غزني له کومې ولسوالۍ او کوم کلي څخه دی، د چا زوی دی او د نیکه نوم یې څه دی؟ هېڅ نه دي ویل شوي.

د اجمل احمدي برښنايي پېژڼدپاڼه کې چې یوه کاپي یې سلام‌وطندار ته رسېدلي، د پلار نوم یې عبدالاحد او د نیکه نوم یې سید احمد لیکل شوی دی. خو کوم څوک په دې نوم او نښان شناخت نه لري.

اجمل احمدي ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په ورځ خپل پلرنی ټاټوبی د غزني «مسجد خطیبي» سیمه چې اوس هم په همدې نوم یادېږي، معرفي کړه.

غزني کې یو قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته وايي، پخوا وختونو کې دغه کلي کې ـ د مسجد خطیبي کلي ـ کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ اوسېدې چې ټولو یو بل سره پېژندل؛ خو په دې نوم او نښان دغه سیمه کې چا ژوند نه کاوه.

د دې ترڅنګ د اجمل احمدي د زېږېدو ځای په اړه معلومات چې څو ورځې وړاندې یې ولسي جرګې ته وویل چې د جمهوریت روغتون کې نړۍ ته راغلی، هم ناسم دي.

د جمهوریت روغتون مسوولان وايي، د دغه روغتون د بنسټ ډبره د ۱۳۵۷ کال په منځ میاشتو کې اېښودل شوې، په کوم کال کې چې احمدي د حمل میاشتې په ۲۹مه نړۍ ته راغلی دی.

د جمهوریت روغتون د خدماتو مدیر بشیر احمدي عرب‌زاده وايي، کومه ودانۍ چې د وخت په تېرېدو په جمهوریت روغتون بدله شوه، لومړي سر کې د مېلمنو ښه راغلاست لپاره هوټل و.

د دې ترڅنګ د افغانستان بانک وېب‌پاڼې معلومات ښيي چې اجمل احمدي د خپلو زده‌کړو لومړنۍ او منځنۍ دوره غزني ښار کې تېره کړې، خو خپله وايي، دوه کلنۍ کې د میلیونونو افغان کډوالو په څېر د هېواد خوشې کولو ته اړ شوی او خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډوال شوی دی.

هغه اوس په ملي پښتو او دري ژبو په بشپړ ډول بلدیت نه لري.

د اجمل احمدي د تذکرې او پاسپورټ تصویرونو کې هم پټ راز نغښتی دی.

احمدي د پاسپورت عکس کې نسبت د تذکرې ته ځوان معلومېږي، داسې حال کې چې باید تذکره ولرئ، ترڅو پاسپورت واخلئ.

خو داسې معلومېږي چې احمدي پاسپورټ تر تذکرې مخکې اخیستی دی.

ومو غوښتل په دې اړه د اجمل احمدي شخصي نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

دې سره ځینې حکومتي مامورین چې اجمل احمدي سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک او نورو برخو کې د همکارۍ تجربه لري وايي، د اجمل احمدي، فعالیت، تګلاره او چلند دیکتاتورانه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام