د «سولې او عدالت ملي خوځښت» سیاسي جریان د یوشمېر سیاسي، فرهنګي او د مخکیني حکومت د ځینو څېرو په غړیتوب د موجودیت اعلان وکړ.
حنیف اتمر د یاد خوځښت په انلاین غونډه کې چې پرون شنبه د تلې ۲۳مه شوې، هېواد کې د یوه مشروع حکومت نهشتون «بنسټیزه ستونزه» بللې او د ولس د رایو له لارې د یوه مشروع نظام پر رامنځتهکېدو ټينګار کړی دی.
اتمر زیاته کړې، که افغانستان کې مشروع نظام رامنځته نهشي، نه یوازې هېواد کې به ناورین پراخ شي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره به هم جدي ستونزې رامنځته کړي.
نوموړي همداراز ټينګار کړی چې د هر لوري او هر ډول شرایطو کې د جګړې دوام له روان ناورین څخه هېواد نهشي ژغورلی او همداراز د خلکو له ادارې پرته د مشروع حکومت جوړېدل او پايښت لرونکې سولې ته رسېدل، ناشونې دي.
محمدحنیف اتمر ویلي، د دوحې تړون د جمهوري نظام د پرځېدو پيلامه وه او په وینا یې، دواړو لوریو پر یاد تړون عمل نه دی کړی. د نوموړي په وینا، د دوحې تړون له څلور مهمو برخو څخه یوازې د بهرنیو ځواکونو وتل په نیمه توګه عملي شوي دي.
هغه له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د دوحې تړون پربنسټ، بینالافغاني خبرې پیل کړي، څو هر اړخیز سیاسي تړون ته ورسېږي او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل چې له دغه بهیر ملاتړ وکړي.
د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د دغه خوځښت د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي. خو له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده د یوې وینا پرمهال ویلي و، « اوسني حکومت کې د تېرو چارو لپاره ځای نشه.»
اسلامي امارت هېواد ته د افغان سیاسي څېرو د بیاستنېدو لپاره له «افغان شخصیتونو سره د تماس» کمېسیون جوړ کړی، خو له دغو کسانو سره د یوه پراخبنسټه حکومت د رامنځته کېدو لپاره یې هر ډول خبرې رد کړي دي.