د غور د ۲۰ بستریز روغتون مسوولان وايي چې د دغه روغتون چارې له دوو میاشتو راهیسې د بودجې د نشتوالي له امله درېدلي دي او اوس د ناروغانو درملنه د هغوی په کورونو کې کېږي.
د غور د معتادينو د درملنې روغتون مشر، محمدعمر لعلزاد سلاموطندار ته وويل چې په روغتون کې د خدماتو بندېدو سره ډېری ناروغان په نشهيي توکو روږدي شوي او په دغه ولايت کې د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لعلزاد ټینګار کوي چې د دغه روغتون ټولې ستونزې یې له سیمهییزو او مرکزي چارواکو سره شریکې کړې او د بیا فعالېدو لپاره یې هڅې روانې دي.
په همدې حال کې په غور کې یو شمېر روږدي کسان سلاموطندار ته وايي چې د دغه مرکز په تړل کېدو سره نشهيي توکو ته د دوی لاسرسی ډېر شوی دی.
پر نشو روږدي ګلمحمد وایي چې له دوو کلونو راهيسې د فيروزکوه په يوه کنډوالې کې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغه په وينا، روږدي کسان په اسانۍ سره د ٥٠ تر ١٠٠ افغانیو په بدل کې نشهيي توکي ترلاسه کوي او کاروي.
د ګلمحمد مېرمن فاطمه وایي چې ۱۷ کاله کېږي چې خاوند یې نشو ته مخه کړې. هغې وویل که څه هم د خپل خاوند د درملنې لپاره یې ډېرې هڅې کړي خو نه ده بریالۍ شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
سره له دې د غور د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې له مرکزي چارواکو سره په ګډه کار کوي څو د دغه ولایت د معتادینو خدمات بېرته برابر او دغه روغتون بیا فعال کړي.