په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حقالعبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي. دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍوالو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي.
د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريفالله الهام سلاموطندار ته وويل، ټولو هټۍوالو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ پاتې عوايد ورکړي. هغه وايي، که ټول عوايد په بشپړه توګه راټول شي، تر ۱۰۰ ميليونه افغانيو پورې رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معلوماتو له مخې، په ګردېز ښار کې يوازې پنځه زره هټۍوالو ته رسمي جوازونه ورکړل شوي، خو لا هم داسې هټۍ شته چې تراوسه جواز نه لري.
د ګرېز ښار یوشمېر هټۍوال د عوايدو ټولولو لپاره د منظم سېسټم جوړولو او تخفیف غوښتنه کوي. دوه هټۍوال شېرمحمد او خيال محمد وايي، له یوې د کورونا څو څپو یې پر کاروبار سیوری غوړلی و او بلهخوا هېواد کې د وروستیو بدلونونو له کبله کارونه په ټپه ولاړ دي.
دوی غوښتنه کوي چې ښاروالي دې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي؛ ځکه کاروبار یې نشته.
د ګردېز ښار ترڅنګ، د څمکنیو، زرمت، سيدکرم او احمداباد ولسوالیو ښاروالیو هم عوايد نهدي را ټول کړي او ښارونه یې نامنظم او هماغسې چټل پاتې دي.