امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د هغو ۱۳ امریکايي نظامیانو کورنۍ چې د کابل هوايي دګر برید کې وژل شوي، د دغه هېواد د دفاع وزارت/پنټاګون څېړنیزې موندنې تر پوښتنې لاندې راولي.

پنټاګون د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د کابل هوايي ډګر دننه کېدو دروازې ته نژدې چاودنه؛ هغه ځای چې امریکايي نظامیان د افغانانو د تخلیې لپاره په هڅو بوخت وو، د مخنیوي وړ نه وه.

د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ ټینګار کوي چې د دې پېښې د موندنو په اړه شکمن دي. دغه چاودنه کې د وژل شوي ۲۰ کلن امریکايي نظامي کریم نیکويي مور شانا چاپل واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي: «هلته ټول سمندري ځواکونه به تاسو ته ووايي چې د وېرې احساس یې کړی دی.»

شانا چاپل زیاته کړې چې دغو سرتیرو داسې وضعیت کې شتون درلود، چې د دفاع وړ نه‌وو. هغه د پنټاګون دې خبرې سره هم مخالفت کړی، چې ځاني تلفات دې د یوې چاودنې په دلیل رامنځ ته شوي وي. د هغې په وینا، امریکايي نظامیان تر چاودنې وروسته د سپکو وسلو په ډزو په نښه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو شمېر لویدیځو رسنیو د امریکا سمندري ځواکونو په خبره ویلي چې تر چاودنې وروسته پر هغوی ډزې هم شوي دي. دې سره د قربانیانو کورنۍ ټینګار کوي چې یوه سرتیري سره یې خبرې کړي چې د تخلیې عملیاتو پرمهال پرې ډزې شوي دي.

شانا چاپل ویلي: «ما خاورو ته د خپل زوی سپارلو مراسمو کې شخصآ یوه کس سره خبرې وکړې. هغه وویل چې ډزو کولو ته متوجه شوی، ما ته یې خپل ټپ هم را وښوده او وې ویل، پر ما ډزې شوي دي.»

ورته وخت کې د کابل د هوايي ډګر پېښه کې د یوه بل قرباني د کورنۍ غړي مارک اشمیتز ویلي، د پنټاګون رپوټ کې تناقض ته متوجه شوی دی. هغه د امریکا دفاع وزارت څخه غوښتي، ځینې هغه وسپنیزې ټوټې چې د زوی په بدن کې یې پیدا شوي په خصوصي توګه تجزیه او تحلیل کړي. خو پنټاګون هغه ته ویلي، چې دغه ټوټې لرې غورځول شوي دي.»

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام تر دې وړاندې د خپلو څېړنو په خپرولو سره یوه بیانیه کې ویلي وو، چې هېڅ داسې شواهد یې نه دي ترلاسه کړي، چې کوم امریکايي یا افغان دی د ډزو په پایله کې وژل شوی وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سنتکام مشر فرانک مک‌کنزي هغه مهال د شاوخوا ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو راټول شوي شواهد، د کارپوهانو تجزیه او تحلیل، موندنې او پایلې قانع‌کونکې او واقعي څېړنه بللې وه. هغه ټینګار کړی وو هغه اطلاعات چې هغه د برید په ورځ رسنیو ته وړاندې کړي وو ردوي. ده په هغه ورځ ویلي وو چې دا پېچلي عملیات وو.

مک‌کنزي همدارنګه ویلي وو چې دغو موندنو ښوودلې چې د چاودنې په دستګاه کې ځای پر ځای شوې ساچمې د ډزو په څېر د ټپونو لامل شوي دي.

د کابل پر هوايي ډګر برید د سنبلې میاشتې په څلورمه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له ۲۶ سره برابر وو، د تخلیې عملیاتو پرمهال وشو. دا پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته لومړنی برید وو.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی او په کې د ۱۳ امریکايانو په ګدون ۲۰۰ کسان ووژل شول. دا برید له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته افغانستان کې د داعش تر ټولو مرګونی برید بلل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام