د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي.
ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان هوډ لري، څو له افغانستان سره د سوداګرۍ شرایط جنس په جنس او راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارې کړي. په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان سلام وطندار ته وايي چې هېوادونه د خپلو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره سوداګري کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د پاکستان پر وړاندې له جدیت څخه کار واخلي. اقتصادي چارو کارپوه بهیر زلاند وایي،اسلامي امارت باید له فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي او د افغانانو د ګټو پر بنسټ له پاکستان سره سوداګریز تړونونه وکړي.
بل خوا د اقتصادي چارو یو بل کارپوه عبدالوافع نایبزی وايي، په هغو سوداګریزو تړونونو کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لاسلیک کېږي، باید د دواړو لورو ګټې په پام کې ونیول شي.
هغه زیاتوي: «زموږ دولت باید په دې اړه جدي واوسي. داسې نشي چې د افغانستان صنایع یا مواد داسې خرڅ شي چې ولس له موږ څخه ناخوښ وي.»
ټاکل شوې وه چې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راشي، خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې دغه سفر ځنډېدلی او ټاکل شوې سبا ترسره شي.
د دغه وزارت ویاند مولانا زهیر سلام وطندار ته وایي چې دغه پلاوی به کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې وکړي.
پاکستان په داسې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو خبره کوي چې په دې وروستیو کې نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.