ارزګان کې د خصوصي مرکزونو او ښوونځیو یو شمېر مسوولان او زدهکوونکي وايي، هېواد کې تر وروستیو بدلونونو او د اقتصادي وضعیت تر خرابېدو وروسته، یو شمېر خصوصي مرکزونه تړل شوي او پاتې یې د تړل کېدو ګواښ سره مخ دي.
ذبیحالله چې د اقتصادي ستونزو له امله یې اوسمهال ښوونيز مرکز تړل شوی سلاموطندار ته وايي، د زدهکوونکو د شمير کموالۍ، کرایې او ښوونکو ته د معاشونو د نه چمتو کيدو له امله اړ شوی، چې خپل ښوونيز مرکز بند کړي.
هغه وویل: «زموږ ښوونيز مرکز چې له ډير وخت څخه يې ترینکوټ ښار کې فعاليت کاوه، کله چې سياسي تحول راغی بیا اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، مونږ اړ شو چې ښوونیز مرکز بند کړو، ځکه مصارف يې نهشو پوره کولای.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمداوود دُرانی چې مرکز ترينکوټ ښار کې د زدهکړو خصوصي ښوونځی او د ماشومانو روزنتون لري سلاموطندار ته وايي، تر سياسي بدلون وروسته يې خپل هېڅ کارکوونکي ته معاش نهدی ورکړی او د ودانۍ کرايه هم پرې پاتې ده.
ده وویل، د زدهکوونکو شمېر يې کم شوی او که وکولی شي پورونه ورکړي، د زدهکړو دغه مرکزونه تړي.
ورته وخت کې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو یو شمېر زدهکوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله يې اوس زدهکړو ته شاه کړې او د کورنۍ لپاره په درنو کارونو بوخت دي.
د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس ملا محمداصف هم مني چې خصوصي ښوونیز مرکزونه اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
خو دی وايي، پخوا به د ناامنيو له امله خلکو په خپلو ماشومانو خصوصي مرکزونو کې زدهکړې کولې، چې اوس د امنیت په راتګ سره، د دولتي د زدهکړو مرکزونو وضعیت ښه شوی او ځکه خلک ماشومان خصوصي مرکزونو ته نهليږي. دی وايي: «ارزګان کې د تعليم کچه تر بل هره وخت څو سلنه لوړه شوې، ټول ښوونيز مرکزونه خلاص دي. په تېر حکومت کې زدهکړو ته د خلکو لاسرسی نه وه، امن نهوه، د خلکو سر او مال خوندي نهوو. نو ځکه خو خلک اړ وو، چې خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته وليږي. هغه مهال د خصوصي ښوونځيو اقتصاد ښه وه، خو کله چې امارت راغی، خلک خپل ماشومان دولتي ښوونځيو ته ليږي.»
د معلوماتو له مخې، ارزګان کې د خصوصي مرکزونو شمېر له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې رسيږي، خو رسمي معلومات نشته چې اوس به یې څومره تړلي او څومره فعاله وي.
دا داسې مهال دی، چې د ملګروملتونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د اقتصادي ستونزو له امله يو شمېر زدهکوونکي اړ شوي چې د خپلو کورنيو د ملاتړ په موخه ښوونځي خوشې کړي.