د کابل یو اوسېدونکی مختار احمدي چې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري وايي، په سخت اقتصادي وضعیت کې یې تر ماسټرۍ زده‌کړې وکړې، خو اوس وزګاره ګرځي.

هغه وايي، څو ځله دولتي ادارو ته ورغلی او په خپله مسلکي برخه کې یې د دندې غوښتنه کړې، خو په وینا يې، تراوسه یې دنده نه‌ده پیدا کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خلیل تیموري چې لوړې زده‌کړي يې بشپړې کړي وايي، هغه کسان چې لوړې زده‌کړې لري، ډېری یې اوس وزګاره دي او دندې ورته نه پیدا کېږي. هغه وايي، ډېره هڅه يې کړې چې په کومه دولتي اداره کې دنده ومومي، خو په خبره یې، څوک دنده نه ورکوي.

په همدې حال کې د پوهنتون یوشمېر استادان وايي، د حکومت له لوري په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو نه ګومارل کېدل به نه یوازې ګڼې ادارې له کاره وغورځوي، بلکې له زده‌کړو سره به د ځوانانو لېوالتیا هم کمه کړي.

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد رحیم‌حسین حسیني له اسلامي امارت څخه غواړي چې په مسلکي برخو کې مسلکي کسان پر دندو وګوماري.

خو د چارو اداره کې یوې حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو په بېلابېلو برخو کې مسلکي کسان پر دندو وګوماري. دا سرچینه له ځوانانو هم غواړي چې خصوصي سکټور کې ځان‌ ته دنده پیدا کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني هم تېره ورځ د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې محصلانو ته د وینا پر مهال په دولتي ادارو کې د نامسلکي کسانو پر ګومارنې خواشیني ښودلې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له ځوانانو غوښتي وو چې له فارغېدو وروسته په دولتي ادارو کې د ګومارل کېدو هڅه وکړي، خو که بیا یې هم دنده پیدا نه کړه، نه دې ناهیلي کېږي او هېواد کې دې پاتې شي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې زرګونه کسانو دندې له لاسه ورکړي او دغه وضعیت له هېواده د ځوانانو وتلو ته لاره هواره کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام