د تخار د مرکز تالقانو ښار د دوهسوه بستریز روغتون روغتیايي کارکوونکی محمدصابر وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او د ژمي را رسېدو او د خوراکي او سوندتوکو د بیو لوړېدو له کبله ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی. د هغه په خبره، خپلې ستونزې یې د تخار د روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکې کړي او تمه ده چې حل یې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تالقانو ښار د دوهسوه بستریز روغتون نرس شمسالرحمان وايي، د دغه روغتون یوشمېر کارکوونکي له ناسم مالي وضعیت سره مخ دي او که اسلامي امارت د روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو معاش ور نهکړي، ډېری ډاکټران به هېواد پرېږدي؛ ځکه په وینا یې، اقتصادي ستونزې یې ځوروي.
د تخار د ولایتي روغتون سرطبیب حفیظالله ساپی هم خبرداری ورکوي، که د دغه روغتون د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو معاشونه ور نه کړل شي، روغتیايي خدمتونو به له ځنډ سره مخ شي.
د تالقانو ښار د دوهسوه بستریز روغتون مسوول قاري برکتالله عمار وايي، د روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو د معاش ستونزه د تخار د عامې روغتیا رییس سره شریکه شوې او ډېر ژر به د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څه باندې دوه میاشتې تېرېږي، خو دولتي کارکوونکو تراوسه خپل میاشتني معاشونه نه دي ترلاسه کړي.