د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې هېواد کې زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د چین هېواد له بشري‌ مرستو بار دوه الوتکې نن کابل ته رارسېدلې دي.

 د اسلامي امارت د ویاند په وینا، کابل ته د چین د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت رارسېدلې مرسته کې کمپلې، البسه او نور اړین توکي شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت کابل سره د چین د مرستو څخه مننه کوي. له دې وړاندې پاکستان، هند، ایران، قطر، ترکمنستان او ازبکستان هم افغانستان کې زلزله خپلو سره مرستې کړې دي.

په پکتیکا، خوست او پکتیا کې د شوې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه او ژوبل شوي او ګڼ‌شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانونو په زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو وضعیت د اندېنښنې وړ بللی او دې برخه کې د پراخو مرستو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام