
ښځينه کارکوونکې: د ا.ا وروستي فرمان مو وېره او اندېښنه زیاته کړې
د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمان د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو او نجونو زدهکوونکو ترمنځ وېره او اندېښنه ډېره کړې ده.

د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمان د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو او نجونو زدهکوونکو ترمنځ وېره او اندېښنه ډېره کړې ده.

په داسې حال کې چې د ښځو د ححاب جبري کولو په اړه د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت فرمان له ګڼو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی، د چارو یوشمېر شنونکي هم په دې باور دي چې دا فرمان به د افغانانو پر راتلونکې منفي اغېز وکړي.

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت نن په یوه تازه فرمان کې له ټولو مېرمنو غوښتي چې اسلامي حجاب مراعت کړي، کنه نو د بېحجابه ښځې «ولي» ته به سزا ورکول کېږي. د اسلامي امارت له خوا پر ښځو د حجاب جبري کېدو پرېکړې ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه تازه فرمان صادر کړی او ویلي چې له دې ورسته ټولې مېرمنې باید اسلامي حجاب مراعت کړي. په دغه فرمان کې راغلي، په هره جامه چې بدن پټ کړای شي هغه حجاب دی، خو په هغه شرط چې نازک او تنګ نوي.

د لومړي ځل لپاره یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه وګومارل شوه. د امریکا ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې په توګه وګومارله.

د پاکستان پنجاب صوبې د ګجرات سیمې پولیس وايي چې د یوې معلولې نجلۍ د مړي سپکاوي او پرې د جنسي تیري په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

شاوخوا ۸ میاشتې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نهلري، خو اوس روزګان کې ګڼشمېر نجونې زدهکوونکې د ښوونځیو تر تړلي پاتې کېدو وروسته، دیني مدرسو ته ځي.

د پوهنې وزارت مسوولان وايي، د نجونو زدهکوونکو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو بیاپرانیستلو په تړاو به کابل کې د دیني علماوو ناسته جوړه شي.

یوشمېر ښځینه موټر چلوونکې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په ځینو ولایتونو کې ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو د نه ورکړې له امله اندېښنه ښيي او پر دغې پرېکړې نیوکه کوي.
دوی وايي چې د اسلامي امارت له لوري لګول شوي محدودیتونه په ټولنه کې د ښځو پر حضور کړۍ راتنکوي.

د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوشمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې هوکړه شوې، څو «اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.» امیري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت سیاستونه ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه محروموي.

کابل کې نن د لومړي ځل لپاره د افغان مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ خونې له لوري د (اختر بازار) په نوم نندارتون پرانیستل شو.

اسلامي امارت د ملګروملتونو د کارپوهانو ویناپاڼې ته په غبرګون کې وايي چې افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته، پر هېڅ ښځې ظلم او تېری نه دی شوی او هېڅ مېرمن نه ده وژل شوې. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکه ډلې په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې امریکا او اسلامي امارت افغانستان کې د ښځو وضعیت د خرابوالي مسوول دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سهشنبې په ورځ د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د « متشبثو ښځو د کورنیو تولیداتو» تر نوم لاندې نندارتون جوړ کړی دی.

جوزجان کې یوشمېر ښځې او نجونې وايي چې د مخکېني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. د هغوی په وینا، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د رواني ستونزو او په هېواد کې د بې وزلۍ لامل کېږي.

د بشر حقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې مرستیالې هدر بار د اسلامي امارت له لوري د مدرسو جوړېدو ته په غبرګون کې ویلي چې سرپرست حکومت نشي کولای د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو لپاره هوکړې ته ورسېږي، خو د څه باندې ۴۰۰۰ مدرسو جوړېدو لپاره پیسې پیدا کولای شي.

د پوهنې سرپرست نورالله منیر، د لوګر ولایت د پوهنې عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به سترې دیني مدرسې جوړې کړي.