روزګان کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې

په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.

بشرحقونو شورا ته د ۲۵ نړیوالو سازمانونو لیک؛ د افغان ښځو د حقونو په اړه دې بحث وشي

 د بشري او مدني حقونو شاوخوا ۲۵ نړیوالو سازمانو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا څخه غوښتنه کړې چې د دغې شورا په پنځوسمه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث وکړي. په ورته مهال دوی ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر ازادۍ، راټولېدنې او اعتراض پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ا.ا ځواکونو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو د اعتراض مخه ونیوله

له ځنډ وروسته یو‌شمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بې‌وزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

ریچارډ بنټ: ا.ا په افغانستان کې د بشري‌حقونو او امنیت په ټينګښت کې «ناکام» دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ یو‌شمېر ولایتونو ته له سفر وروسته، نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال په افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د اسلامي امارت سرپرست حکومت یې د بشري‌حقونو او امنیت په ټینګښت کې ناکام وباله.

امنیت شورا: ا.ا دې د ښځو پر ازادیو او حقونو له بندیز لګولو لاس واخلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ازادیو او اساسي حقونو د محدودیت له لګولو لاس واخلي. همداراز د امنیت شورا غړیو هېوادونو د افغانستان ناامنه وضعیت او سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي  ننګونو او پر خلکو یې د اغېز په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

بشري حقونو څار بنسټ: د ماسک کارولو اجباري کېدل د بیان ازادۍ لپاره د ښځو د حقونو نقض دی

د بشري حقونو څار بنسټ د ټلویزیونونو ښځینه ویندویانو لپاره د ماسک کارولو اجباري کېدو په تړاو د اسلامي امارت د امر په غبرګون کې ویلي چې دا محدویتونه د بیان ازادۍ لپاره د ښځو د حقونو او د شخصي خپلواکۍ او مذهبي باورونو نقض دی.

د افغانستان د نسایي ولادي ډاکټرانو ټولنه: د مېندو د مړینې ډېروالی ټکان ورکوونکی دی

د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې د پخوا په پرتله د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې ده. دوی د مېندو د مړينې ډېروالی  ټکان ورکوونکى بولي او وايي چې بې‌وزلي، روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسى او د روغتيايي پرسونل کموالى یې له عمده لاملونو څخه دي.

امیري: له ا.ا سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول اړین دي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغانستان کې له اسلامي امارت سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول او دغه هېواد کې د زیانمنو وګړو خوندیتوب اړین دی. نوموړې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان  متقي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې پر دې موضوع ټينګار کړی دی.

کرزی: د مخ پټول حجاب نه دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له لوري د ټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو د تازه محدودیت په غبرګون کې ویلي، اړتیا نشته چې ښځینه ویاندویانې خپل مخونه پټ کړي.

کرزي له سي‌‌ان‌ان خبري شبکې سره د یوې مرکې پرمهال ټينګار کړی چې د مخ پټول حجاب نه دی او نه هم د افغانستان د فرهنګ برخه ده، بلکې د نورو هېوادونو دود چې افغانستان ته رالېږدول شوی دی.