بامیان کې مدني فعالان: د نجونو ښوونځیو نه‌پرانستل به «نه جبرانېدونکې» پایلې ولري

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون د غبرګولي په ۲۶مه د بامیانو او دایکندي ولایتونو د مدني ټولنې شاوخوا ۱۲۰ فعالانو د «مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناستې» تر عنوان لاندې غونډه وکړه. دغه ناسته د «افغانستان د خلکو غږ» بنسټ له لوري د یوې ورځې لپاره د بامیانو ښار کې جوړه شوې وه.

د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو کمېټې د ا.ا مشرتابه ته خپل وړاندیزونه استولي

د اسلامي امارت مخکیني چارواکي او د خلاصون لارې عالي شورا بنسټ رییس سید اکبراغا سلام‌وطندار ته ویلي چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه د جوړې شوې اته کسیزې کمېټې کار بشپړ شوی او د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده ته یې خپل وړاندیزونه استولي دي.

جېنوا کې د افغانستان استازی: ا.ا سره د نړۍ تعامل له بُن‌بست سره مخ شوی

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا ناسته کې ویلي چې تېرو لسو میاشتو کې نړیوالې ټولنې له هرې ممکنه لارې اسلامي امارت سره د تعامل هڅه وکړه، خو داسې ښکاري چې دغه هڅې له بن‌بست سره مخ او د ژمنو پر ماتولو او ناهیلیو تبدیلې شوې دي.

کابل کې یوې مېرمنې څه باندې سلو ښځو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړې

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون راپدېخوا چې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو ښودل شوی او ګڼ‌شمېر کسانو د خپل ژوند او راتلونکې په اړه ناهیلې شوي، د لاسي صنایعو یوه شرکت کابل کې څه باندې سلو نجونو او هلکانو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د خبریالانو پر کار د ا.ا سانسور؛ سلام‌وطندار ۱۵ ولایتونو کې ۴۴ قضیې مستندې کړي

سلام‌وطندار په ۱۵ ولایتونو کې د خبریالانو پر کار  د اسلامي امارت له لوري د سانسور ۴۴ قضیې مستندې کړي چې له ډلې یې ۲۵ له خپرېدو وړاندې، ۷ قضیې د خپرولو پرمهال او ۱۲ د راپور له خپرولو وروسته رامنځته شوې دي.

د نجونو ښوونځیو تړل پاتې‌کېدل؛ حقاني: بې‌سوادي هېواد کې د بې‌وزلۍ اصلي لامل دی

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني نن د یوې خبري ناستې پرمهال چې هېواد کې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او بې‌وزلۍ د وضعیت څېړنې په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د نورو لاملونو ترڅنګ بې‌سوادي افغانستان کې د بې‌وزلۍ له اصلي لاملونو څخه شمېر کېږي.