یونسکو سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کوي

د ملګرو ملتونو د یونسکو برخې سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ چې د جنوري ۲۴مه ورځ ده، هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.
یونسکو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه غوښتي چې ژرترژره د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

روزګان کې یوه کس خپله مېرمن وژلې

د روزګان ولایت مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې خپله مېرمن په مرمۍ وژلې ده.
د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وويل چې د محمدنسيم په نوم دغه کس تېره ورځ خپله مېرمن وژلې ده.

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی له ا.ا سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی، څو د افغان ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان ښځو پر کار له بندیز وروسته ۹۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت له بندیز وروسته ۹۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په دې سره خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی کم شوی دی. دغه سازمان وايي، په دې سره بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته د نیم میلیون افغانانو لاسرسی محدود شوی دی.

د بامیان او دایکندي اوسېدونکي: د خوراکي او سوند توکو د پېر توان نه‌لرو

په بامیان او دایکندي کې د سختو واورو  له اورښت سره هم‌مهاله د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي له بې‌وزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نه‌لري. دوی همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي.

د ماشومانو خوندیتوب سازمان افغانستان کې د خپلو فعالیتونو یوه برخه بېرته پیلوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save The Children) اجراییوي رییس ډېوېډ رایټ پرون یکشنبه د مرغومې ۲۵مه ویلي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو یوه برخه بېرته له سره پیلوي. نوموړی وايي چې ښځې د یاد سازمان د کاري ځواک ۵۰سلنه برخه جوړوي.

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او کارکوونکو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ ده

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هېڅ رسمي ضمانت نشته چې دغه سازمان له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په وینا، ګڼ‌شمېر هغه ښځې چې له دغه سازمان سره کار کوي، ناهیلې شوي او د راتلونکې په اړه وېره لري.

د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت؛ افغانان به لا ډېرو ستونزو سره مخ شي

افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو ځنډېدو سره هم مهاله بشردوستانه چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، يونېسف او د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې رامنځته شوي بندیزونه باید لرې شي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: د کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغانان ازاد شول

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغان کډوال نن ازاد او ډېر ژر به بېرته هېواد ته ستانه کړل شي.

د افغانستان سفارت نن شنبه د مرغومې اوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ازادو شویو کسانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل دي.

د ښځو پر کار بندیز؛ یونېسف لوګر کې د ۹۱۱ ټولګیو د لیک‌لوست بهیر ځنډولی

د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) لوګر کي ۹۱۱ محلي ټولګي چې په‌کې له لیک‌لوست محروم زده‌کوونکي تر درېیم ټولګي پورې په لیک لوست بوخت وو، دا مهال د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند وايي، هڅه کوي دغې ستونزې ته حل لاره ولټوي او تړل شوي محلي ټولګي د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.

بلخ کې د لاسي توکو پلورونکې: ا.ا دې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي

د بلخ د روضې په شمالي دروازه کې د لاسي توکو ښځینه پلورونکې چې شمېر یې نږدې ۴۰ ته رسېږي، له اسلامي امارت غواړي چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي. دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، اسلامي امارت باید هغو لوستو ښځو ته بېرته د کار کولو اجازه ورکړي چې له دې وړاندې یې دندې لرلې.

یو نړیوال ښوونیز بنسټ د افغان نجونو لپاره لنډمهاله انلاین پروګرامونه پیلوي

وروسته له هغې چې اسلامي امارت د نجونو پر زده‌کړو او د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر بنسټونو په انلاین بڼه د افغان نجونو او ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو جوړولو ته مخه کړه. دغه نړیوال ښوونیز بنسټ په انلاین بڼه فعالیت کوي او د نړۍ په کچه نږدې ۲۰۰ پوهنتونونو او علمي موسسو سره همکاري لري.