
د مارچ اتمه؛ یوناما: ا.ا دې ژرترژره پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما د مارچ اتمې په مناسبت یوه پیغام کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما د مارچ اتمې په مناسبت یوه پیغام کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

سږ کال د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال راورسېده چې افغان ښځې د زدهکړو او کار په ګډون، خپلو بنسټیزو حقونو ته چې نړیواله ټولنه یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره مهم شرطونه بولي، لاسرسی نهلري.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ سره هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو بندیز ولګېد او پوهنې وزارت د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه اعلان وکړ چې تر بل امر دې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

په کابل ښار کې یوشمېر هغه سوالګرې چې د حکومت له لوري څو میاشتې وړاندې ثبت او بایومټریک شوي، سلاموطندار ته وايي چې تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې له رسېدو سره هممهاله لا هم هېواد کې مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقوقو په ځانګړې توګه له زدهکړو او کار محرومې دي.
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، خو د یونیم کال په تېرېدو یې دروازې هماغسې بندې دي.

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړلکېدو نږدې ۱۹ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د نجونو زدهکوونکو د زدهکړو راتلونکی یوه ناملعوم برخلیک سره مخ دی.
په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي چې د زدهکړو نامعلوم برخلیک او د ښوونځيو تړلي پاتېکېدو اندېښمنې کړې دي.

د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې نجونې زدهکوونکې وایي، د نجونو له زدهکړو پرته ټولنه هېڅ ډول پرمختګ نهشي کولای او اسلامي امارت دې د دوی دا شرعي حق په زوره نه ترې اخلي.
دا نجونې زدهکوونکې وایي، د ښوونځيو او پوهنتونو له تړل کېدو وروسته نه یوازې خپل راتلونکي ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي، بلکې له اروايي ستونزو سره یې هم مخ کړې دي.

نوی تحصیلي کال نن، د کب میاشتې په ۱۵مه د هېواد په سړو «سردسیرو» ولایتونو کې پیل شو. په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې له افغان نجونو پرته د هېواد په پوهنتونونو کې تحصیلي کال پیلېږي. د کابل پوهنتون زدهکړیاله سمیرا عباسي وايي، خواشینې ده چې سږنی تحصیلي کال له دوی پرته پیلېږي.

د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي چې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه یې د ښځو او ماشومان په ګډون څه باندې ۲۹۰۰۰ سوالګر راټول کړي ډي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د کب ۱۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کب تر ۱۴مې نېټې پورې ۲۹۴۰۳ سوالګر ټول کړي دي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وايي، افغانستان کې له زدهکړو د نجونو محرومیت ته باید د پای ټکی کېښودل شي.
د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه به د افغان نجونو د زدهکړو د اړتیا لپاره خپل یووالي ته دوام ورکړي.

یوشمېر متشبثو او سوداګرو ښځو نن په کابل کې د خپلو ستونزو شریکولو او نندارې ته د تولیداتو اېښودلو په موخه «د متشبثو او سوداګرو ښځو ملي غونډه او نندارتون» دوهورځنی پروګرام پیل شو.
دغو ښځو په یاد نندارتون کې په خپلو لاسونو جوړ کړي دستکولونه، غالۍ، ګلیمونه او نور لاسي صنایع نندارې ته ايښي دي.

تېر یونیم کال کې اسلامي امارت په وار وار نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې اوسني حکومت سره په رسمي توګه تعامل وکړي، خو نړۍ د اسلامي امارت د سیاستونو او پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله یادې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

وروسته له هغې چې د لوړو زدهکړو وزارت د روانې کب میاشتې په ۱۵مه سړو سیمو کې یوازې د هلکانو پرمخ د پوهنتونونو د پرانېستلو اعلان وکړ، یاده پرېکړه د نجونو زدهکړیالانو له نیوکو سره مخ شوې ده. یوشمېر نجونې زدهکړیالانې سلاموطندار ته وايي چې د دوی پر زدهکړو بندیز د میلیونونو افغان نجونو له برخلیک او راتلونکې سره لوبې کول دي.

د ښځو حقونو فعالانې وايي چې د خپل حق غوښتلو په موخه به دا ځل د اسلامي امارت چارواکو ته ورشي او هغوی ته به په دودیز ډول خپل پلوونه وغوړوي.
دوی له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق ورکولو برخه کې د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي؛ ځکه په وینا یې، اوسنۍ تګلارې یې کومه پایله نهده لرلې.

هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلکېدو څخه وروسته ګڼشمېر نجونو زدهکوونکو او زدهکړیالانو تخار کې د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.
برښنا چې د تخار د یوه ښوونځي د لس ټولګي زدهکوونکې ده، وايي چې د وزګارتیا له امله اړ شوې چې د لاسي صنایعو تولید برخه کې ځان ته بوختیا پیدا کړي.

بغلان کې یوې سوداګرې مېرمنې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې هوټل جوړ کړی او له زدهکړو پاتې ۱۰ نجونو ته یې د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.