
غزني کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «که کار ونهکړم، کورنۍ مې وږې پاتې کېږي»
په دې ورځو کې د غزني ښار په هره برخه کې کارګر ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.
ډېری دغو ماشومانو د بوټانو او څپلیو رنګولو، سپند دودولو او د لاسي توکو پلور په څېر، نورو درنو کارونو ته مخه کړې. یوولس کلن زاهد چې د غزني ښار د «پلان سوم» سیمه کې هټۍ په هټۍ او موټر په موټر سپند دودوي، سلاموطندار ته وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ برابرونکی دی.














