
لوګر کې په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو ونډه زیاته شوې
د لوګر یوشمېر اوسیدونکي او د کرنې برخې متخصصان وایي، دې وروستیو کې په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو ونډه د پام وړ زیاته

د لوګر یوشمېر اوسیدونکي او د کرنې برخې متخصصان وایي، دې وروستیو کې په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو ونډه د پام وړ زیاته

د میاشتني عادت اختلالات چې د متخصصانو په باور څه باندې ۱۵۰ بڼې او له لږ تر سخت درد سره مل وي، ډېری ځوانې نجونې او پېغلې ورسره مخ دي.
سلاموطندار په دې راپور کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۵ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د میاشتني عادت اختلالات «ګډوډي» د دوی پر ټولنیز، کورني ژوند او روان منفي اغېز کړی دی.

په تېرو وختونو او کلونه وړاندې به د هېواد په ډېری سیمو په ځانګړې کلیو او بانډو کې د شپې پرمهال ماشومان د خپلو مشرانو له لوري د نکلونو او کیسو په اوردلو سره ویده کېدل. خو اوس مهال د ژوند ننګونو ډېری ماشومان د دې کیسو له اورېدو بېبرخې کړي دي.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن سهشنبه، غبرګولي شپږمه دغه ولایت کې پر۲۴۰ بېوزله او بېسرپرسته کورنيو باندې د کوچني کاروبارونو لپاره توکي وېشل شوي دي. نوموړی دغهراز زياتوي چې په دې کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي چې ځانګړې کمېټې له لوري په نښه شوې وې.

تخار کې یوې ښځې د خیاطي کارخونې په جوړولو سره لسګونو بېوزلو او بېسرپرسته ښځو او له زدهکړو پاتې نجونو ته د خیاطي د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د یادې کارخونې مسووله زهره ارین وايي، خوشحاله ده چې توانېدلې د هغو ښځو او نجونو لپاره د خیاطي د زدهکړې زمینه برابره کړي چې په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ نهلري.

د هېواد بیلابیلو برخو کې د ښځو د حقونو له ۱۲ فعالانو سره د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې دغو ښځو د بودیجې نهشتون، د ملاتړو ادارو تړلکېدو او د کورنیو او ټولنیزو فشارونو ترڅنګ، د محرومو ښځو لپاره د عدالت غوښتو ته دوام ورکړی. دوی سره له دې چې امکانات نهلري، خو خپلې هیلې یې له لاسه نهدي ورکړي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې په بُست ولایتي روغتون کې پرون «یکشنبه، غبرګولي ۴مه» یوې مور پنځه ماشومان زېږولي دي.
د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مسوول میرولي راحل سلاموطندار ته ویلي چې زېږېدلي ماشومانو کې درې هلکان او دوه نجونې دي.

ټکنده غرمه ده او د کابل ښار پر سړکونو د تودوخې څپې خورې دي، خو دا سوځنده ګرمي د سیما د زړه له دردوونکو کړاوونو ډېرې سختې نهدي.
که څه هم سیما د خپل مخ نیمایي برخه په ماسک پوښلې؛ خو د تندي کرښې او د جامو زوړ رنګ یې د هغې د ژوند د سختیو کیسه بیانوي. سيما کابل ښار کې بولاني پلورونکې ده.

سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له۳۳ مېرمنو سره په دې راپور کې د دوی د ناروغي او بېوزلي په تړاو مرکې کړې دي.
د مرکو پرمهال موندل شوې چې دغه مېرمنې د خپلې درملنې لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کېږي، څو وکولای شي، روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي.

د رغزې اوبدل بدخشان کې له ډېر پخوا راهیسې دود دی چې اوس نه یوازې د یوه لرغوني ارزښت ساتلو په توګه ترې ساتنه کیږي،

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا میدانوردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت والي قاري بخیتار معاذ سربېره د یوشمېر ادارو له مسوولانو او په نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

خوست کې امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت اړوند سیمه کې د یوې نجلۍ له اعتراض وروسته د نوموړې د جبري نکاح مخه یې، نیولې ده.

کابل کې د سره صلیب د یوه روغتون دروازه خلاصږي او ناروغان یو په بل پسې روغتون ته ننوځي؛ یو د لکړې په مرسته، بل په ویلچیر او یو هم د یوه ماشوم په مرسته روغتون ته د ننوتلو په هڅه کې دي.
ډېری دغو ناروغانو د جګړې د پاتې شویو ماینونو د چاودنې له امله د خپل بدن ځينې غړي له لاسه ورکړي.

غزني کې د نسايي-ولادي برخې یوشمېر روغتیاپالان د اومېندوارۍ پرمهال د تلوېزیوني معایناتو پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وايي چې دغه معاینات د مور او ماشوم روغتیا لپاره اړین دي.
د نسايي-ولادي برخې ډاکټر محمدعاطف نوري سلاموطندار ته وايي چې د اومېندوارۍ پرمهال یوه مېرمنه باید له درې تر پنځه ځلې تلوېزیوني معاینات وکړي.

په تېرو درېیوو کلونو کې د غزني اوسېدونکو لهخوا د روغتیا، پوهنې، کرنې او نورو زیربنایي برخو کې له ۵۰ زیاتې ټولییزې پروژې پلي شوي او دغه بهیر لاهم روانه دی.
دغه موده کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸ ښوونځي، ۱۴ دیني مدرسې، ۱۰ روغتیايي مرکزونه، اووه مخابراتي شبکې او پنځه د اوبو بندونه جوړ شوي دي.

کابل کې د نسايي ولادي «زېږون« برخې یوشمېر ډاکټران سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د توبرکلو «نريرنځ» ناروغي کولی شي د بدن بېلابېلو برخو ته