Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې یوه کس په خپل لګښت ۶۰۰ نجونو ته دیني مدرسه پرانیستله

IMG-20231230-WA0009

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د مرکز پل‌علم په غیراباد سیمه کې د یوه کس په شخصي لګښت د «دارالقران» په نوم یوه دیني مدرسه پرانېستل شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه مدرسه د حاجي محمداکبر اتل په شخصي لګښت جوړه شوې چې د ۶۰۰ ښځینه طالب‌العلمانو د جذب وړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه چې په دې مدرسه کې نجونو ته په وړیا ډول کال دولس میاشتې د ديني زده‌کړو سربېره، دوی ته د عصري زده‌کړو زمینه برابره شوې چې د لوست چارې یې د شپږو ښځینه استادانو له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

د دغې دیني مدرسې تر پرانیستې وروسته د نږدې ۵۰۰زره افغانیو په ارزښت ۴۳۰ جذب شویو ښځینه طالب‌العلمانو ته د قران‌کریم نسخې، دیني درسي کتابونه، د کتابونو بیکونه، قرطاسیه، ټیکري، دستکښې، جورابې، بوټونه، کورتۍ او ژمنۍ البسه هم ووېشل شوې.

د غیرت‌اباد سیمې اوسېدونکي د یادې مدرسې پرانیستل کېدو ته خوښ دي او وایي، چې مخکې یې په سیمه کې د نجونو مدرسه نه‌وه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې محمداکبر اتل د تېرو اتو کلونو راپدېخوا د لوګر د پوهنې له بهیر سره خپلې شخصي مرستې پیل کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ او نه هېریدونکي خدمتونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام