
هند او انګلستان ټسټ لوبو کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه
د هند او انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلو په ټسټ لوبو کې خپلو سیالانو ته سختې ماتې ورکړې. هند په خپل کوربهتوب اسټرالیا او انګلستان بیا کوربه نیوزیلنډ له سختې ماتې سره مخ کړ.

د هند او انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلو په ټسټ لوبو کې خپلو سیالانو ته سختې ماتې ورکړې. هند په خپل کوربهتوب اسټرالیا او انګلستان بیا کوربه نیوزیلنډ له سختې ماتې سره مخ کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې سره د روانې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

د لوګر ولایت د ملي المپيک ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د هېواد په کچه د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي څلورورځنۍ سیالۍ وشوې.
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، هرات، غور او فراه ولایتونو د کبډي لوبغاړیو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره نن شنبه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده. که افغان لوبډله د نن ورځې سیالي وګټي، د شل اووره سیالیو روانه لوبلړۍ به په خپل نوم کړي.

د یوشمېر ورزشي لوبو معلول لوبغاړي د المپیک ملي کميټې څخه غواړي چې دوی ته دې په بېلابېلو ورزشي برخو کې د ورزش زمینه برابره کړي.
ابراهیم دانشي چې شاوخوا شل کاله وړاندې جګړه کې په یوه لاس معیوب شوی وايي، معلولان ورزش ته پوره لاسرسی نهلري او باید دې برخې دوی ته پام وشي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې به نن شپه ۶:۳۰ بجې په ابوظبۍ نړیوال لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لومړۍ لوبه وکړي.

د پاکستان د کرېکټ غوره لیګ «پياېساېل» سیالي بېګاه د دغه هېواد په ملتان ښارکې پیل شوې. د دغه لیګ کې پرانېسته لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې سلطان ملتانز ته ماته ورکړه.

ټاکل شوې چې د ښځو د کرېکټ شل اووره نړیوال جام لوبې نن جمعه د سلواغې ۲۱مه په سوېلي افریقا کې پیل شي.

د هند او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټسټ لوبې پر دویمه ورځ د هند لوبډلمشر روهیت شرما په ټسټ لوبو کې د خپلې لوبډلمشرۍ لومړۍ سلیزه ترلاسه کړه.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ له ګټلو وروسته یې له نیوزیلنډ څخه د شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.

د انګلستان او سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې یا «سوپرلیګ» سیالیو په لړ کې سوېلي افریقا په دوو پرلهپسې لوبو کې انګلستان ته ماته ورکړه.
سوېلي افریقا لوبډلې بېګانۍ لوبه کې د ټېمبا بافووما د سلیزې پر مټ انګلستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د راتلونکو درېوو شل اووره سیالیو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړې چې ځینې ځوان لوبغاړي هم په دغه نوملړ کې لیدل کېږي.

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هندۍ لوبډلې د نیوزیلنډ ټوله لوبډله په ۱۰۸ منډو وسوځوله.

د سعودي عربستان د النصر/ الهلال او د فرانسې د پاریسن جرمن لوبډلو ترمنځ د نن شپې د کېدونکې لوبې یو ټکټ په ۱۰ میلیونه ریاله چې ۲.۶ میلیونه ډالره کېږي، پلورل شوی دی.

د نیوزیلنډ او کوربه هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هند لوبډلې نیوزیلنډ ته د ۱۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د هند او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې کوربه هندۍ لوبډلې په ستر توپیر سریلانکا ته تاریخي ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۳.۰ وګټله.