بامیان؛ د اسلامي امارت ځواکونو په خپل‌منځي نښته کې د امنیه قومندان ورور وژل شوی

د بامیان په پنجاب ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت د استخباراتو او د دې ولسوالي د امنیې قومنداني د ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پنجاب ولسوالي د امنیه قومندان ورور وژل شوی دی. د بامیانو د امنیه قومنداني ویاند محمدخواني رسا وايي چې دغه پېښه په تېروتنه رامنځته شوې ده.

 کابلوف: د روانې میاشتې تر پایه به کابل کې ترویکا ناسته جوړه شي

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ترویکا ناستې د جوړېدو په اړه پر همغږۍ بوخت دي او یاده ناسته به د فبرورۍ میاشتې تر پایه کابل کې جوړه شي. نوموړي ټينګار کړی چې یاده ناسته به د سولې بین‌الافغاني خبرو بشپړولو او افغانستان کې له جګړې وروسته په بیارغونه کې د نړیوالې ‎ټولنې پر ګډون متمرکزه وي.

د بیان ازادي کور اسلامي امارت ته: د اریانا نیوز خبریالان ژر خوشې کړئ

د بیان د ازادي کور په یوه اعلامیه کې د اریانا نیوز د هغو دوو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د دغو دوو خبريالانو د نيولو انګيزه لا نه ده څرګنده. اسلامي امارت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان؛ ناروغیو یوه میاشت کې ۱۳۵ماشومان مړه کړي

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ویلي چې یوازې په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳۵ افغان ماشومان د سینه‌بغل او خوارځواکۍ ناروغیو له امله په روغتون او یا هم روغتون ته پر لاره مړه شوي دي. دغه سازمان نن په یوه رپوټ کې ویلي چې د شویو څېړنیو پربنسټ، په وروستیو درېوو میاشتو کې له نیمايي ډېرو هغو افغان کورنیو چې روغتیايي مراقبت ته یې اړتیا درلوده، دغه روغتیايي خدمتونه نه دي ترلاسه کړي.

بایډڼ: که اسلامي امارت د مشروعیت په اړه غور غواړي، امریکايي سرتېری دې خوشې کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که اسلامي امارت تمه لري چې د مشروعیت ترلاسه کولو په اړه یې غور وشي، باید امریکايي تقاعد شوی سرتېری مارک فریریچز ژر تر ژره له بنده خوشې کړي. نوموړي ټينګار کړی چې امریکايي وګړو او بې ګناه ملکیانو ته امنیتي ګواښونه د منلو نه دي او د دوی برمته کول بزدلانه عمل دی.

اسلامي ‌امارت: کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر هیله‌‌بښوونکی دی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی او له یوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو خبرې کړي دي. نوموړي د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو سرپرست امیر‌خان متقي او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

کندوز کې یوه کس خپله مېرمن او خسر وژلي

کندوز کې یوه باوري محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې پرون یوه کس د کورنیو ستونزو له امله خپله مېرمن او خسر وژلي دي. د سرچینې په وینا، دغه کس د کندوز ښار د «ابراهیم‌خېلو» د کلي اوسېدونکی دی.

د افغانستان بانک د عالي شورا غړی: د افغانستان د اقتصادي ناورین حل لاره نیویارک کې ده

د افغانستان بانک عالي شورا غړي شاه محرابي ویلي چې د افغانستان اقتصاد د پاشلتیا په درشل کې دی او امریکا کولای شي چې د پاشلتیا مخه یې ونیسي. نوموړي الجزیرې خبري شبکې ته په یوه استولي لیک کې ټينګار کړی چې افغانستان له یوه سخت ناورین سره مخ دی او د مخنیوي حل لاره یې نیویارک کې ده.

روسیې د اسلامي امارت او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتي برخې مرستيال الکسي زايتسف ویلي، روسیه چمتو ده چې د اسلامي امارت او د دوی د مخالفو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب وکړي. تېره اوونۍ ځينو سرچينو په روسيه کې د اسلامي امارت د جګپوړو استازیو او د ‘مقاومت جبهې’ په نوم د اسلامي امارت مخالفو مشرانو ترمنځ د ليدنو خبر هم ورکړی و.

د اسلامي امارت له‌خوا د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د غونډې لغوه‌ کېدو پر وړاندې غبرګونونه

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت له خوا د رسنیو د خبري غونډې له ترسره کولو څخه مخنیوي ته غبرګون څرګند کړی او هغه یې د بیان ازادۍ محدودیت بللی دی.

پر بانکونو لګېدلو محدودیتونو مرستندویه بنسټونه له ستونزو سره مخ کړي

 د ناروې د کډوالو شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مالي مرسته کوونکو هېوادونو له لوري پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول، د مرستندویه  بنسټونو له لوري د مرستو بهیر ټکنی کړی او میلیونونه کسان د مرستو له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي.

د امنیت شورا ناسته؛ افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت او بشري مرستو ټينګار شوی

د ملګروملتونو امنیت شورا د ناروې له غونډې یوه ورځ وروسته، بېګاه شپه د افغانستان وضعیت څېړلو په اړه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې ته د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز، د افغان ښځو فعالې محبوبه سراج او د ګڼ‌شمېر هېوادونو استازیو خبرې وکړې.