کابل او بلخ کې چاودنې؛ رینا امیري: ا.ا باید د خلکو امنیت ټينګ کړي

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په کابل او بلخ کې پرونیو چاودنو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلامي امارت باید د خلکو امنیت ټينګ کړي.

نوموړې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دغه بریدونه یوازې بې‌ګناه افغانانو ته چې په کافي اندازه یې درد او غم لیدلي، له ویجاړۍ پرته نور څه نه لري.»

بهر ته د تللیو پخوانیو افغان چارواکو د ستنېدو کمېسیون په کار پیل وکړ

د اسلامي امارت له‌خوا افغانستان ته د  پخوانیو چارواکو د بېرته ستنېدو جوړ شوی کمېسیون نن رسماً کار پیل کړ. دا کمېسیون دنده لري چې د تېر نظام هغه چارواکي او سیاستوال چې بهر ته تللي، وهڅوي څو بېرته افغانستان ته راشي.

ترکیه کې د افغان سیاستوالو ناسته؛ مجاهد: که د هېواد ناامنه کولو لپاره وي، پروړاندې یې درېږو

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په ترکیه کې د افغان سیاسي مشرانو د غونډې په تړاو وايي، که دغه غونډه د افغانستان د سولې او ارامۍ له پاره جوړه شوي وي، ورڅخه هرکلی کوي او که د افغانستان بې‌ثباتۍ لپاره وي، ورسره به مقابله وکړي.

افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه د ا.ا دريځ او د شنونکو نظر

د امریکا د دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعدې شبکې د اسلامي امارت په لارښوونه افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه محدود ساتلي، ځکه چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دی.

افغانستان سره د پولو امنیت په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو اندېښنه

د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو ناسته پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د پولو د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او خپلو پولو کې یې د امنیت پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د روزګان اوسېدونکي: ا.ا دې له ماینونو څخه هستوګنیز کورونه پاک کړي

په روزګان کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د تېرو ناامنیو پرمهال د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او کورونه یې د جګړو په سنګرونو بدل شوي وو، اوس وايي چې له جګړو د پاتې شویو ماینونو د وېرې له امله خپلو مېنو او کورونو ته بېرته نه‌شي ګرځېدلی.

ناپېژنده وسله‌والو کندهار کې د یوې خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژلی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې پرون ناوخته د کندهار ښار د «یوولسمې حوزې» اړوند په «عينو مينې» ښارګوټي کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د افغان ترک خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژل شوی دی. د کندهار امنيې قومنداني وياند محمداصف حکيمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د نوموړي د قاتلانو د نیولو په موخه یې هڅې پیل کړي دي.