حامد کرزی: ترهګرې ډلې د پاکستان مستقیم ملاتړ لري

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهیسې پاکستان کې دي.

د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.

امریکا د غیرناټو متحدانو له نوملړ د افغانستان نوم اېستلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن له ناټو سازمان څخه د باندې د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی.

په هغه لیک چې د امریکا سپینې ماڼۍ د بهرنیوچارو وزارت ته لېږلی، راغلي چې جو بایډن د امریکا د اساسي قانون پربنسټ، دغه پرېکړه کړې ده.

د پاکستا لومړی وزیر: افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیت څخه اندېښنه وښوده.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې افغانستان کې القاعده، ټي‌ټي‌پي‌، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي جنبش فعالیت لري.

د کابل چاودنه کې د وژل شویو شمېر اوو او د ټپیانو ۴۱ ته ورسېد

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته وویل چې د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته په نننۍ چاودنه کې اووه ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان شوي دي. هغه وايي، چاودنه یوه موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله شوې ده.

یوناما د کابل نننۍ چاودنه وغندله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټويټ کې د کابل وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته چاودنه غندلې او هغه یې ترهګریز برید بللی دی.

د کابل نننۍ چاودنې تراوسه ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کابل په نننۍ چاودنه کې تراوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو او لس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپل ټويټر لیکلي چې تراوسه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته د چاودنې له ځایه ۱۴ کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې څلورو یې مخکې له مخکې ژوند له لاسه ورکړی و.

د بامیان د سیغان ولسوالي د استخباراتو مدیر او ورور یې یوه کمين کې وژل شوي

بامیان ولایت کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن مازدیګر څلور بجې د دغه ولایت د مرکز او سیغان ولسوالي ترمنځ په «آقرباط» کنډو کې د اسلامي امارت درې غړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل په نننۍ چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

چاودنه نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د برښنا عمومي ریاست ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې وه.

ریچارډ بنټ: ا.ا د خپلو ځواکونو د کړنو مسوول دی

وروسته له هغې چې اسلامي امارت پنجشېر کې د جګړې پرمهال د نیول شویو بندیانو د وژنې ادعاوو په اړه د څېړنو ژمنه وکړه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، اسلامي امارت د خپلو سرتیرو د کړنو مسوولیت لري. ریچارډ بنټ پرون (یکشنبه- وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې څېړنې او قضايي څار باید د واقعیتونو او د نړیوالو معیارونو پربنسټ وشي.

دفاع وزارت: پنجشېر کې د جګړې پر مهال د اسیرانو وژلو ادعاوې څېړو

د ملي دفاع وزارت وايي چې د ا.ا ځواکونو له لوري یې په پنجشېر کې د نیول شویو اسیرانو د وژلو اړوند ادعاوو په اړه یې څېړنې پیل کړي او که رښتیا داسې شوي وي، عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپاري. په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښيي د اسلامي امارت ځواکونه یوشمېر کسان چې لاسونه یې تړلي، وژني.

فاریاب کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او درې ټپیان کړي

پرون ماښام د فاریاب د قیصار‌-‌المار ولسوالي پر لویه ټرافیکي پېښه شوې چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
سرچینې وايي چې د فاریاب د مرافعې محکمې د قضايي دېوان رییس مولوي عبدالکریم موټر له سړک نه اوښتی دی.

تخار کې چاودنې یو کس وژلی او دوه یې ټپیان کړي

په تخار کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار شاوخوا نهه بجې غوښتل چې لاسي بم د تالقان ښار د «صرافۍ بازار» سیمه کې یوې صرافي ته ور وغورځوي، خو له موخې مخکې چاودلی دی. په همدې حال کې د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپی هم تاییدوي چې یاد کس غوښتل د صرافي یوې هټۍ ته لاسي بم ور وغورځوي، خو په لاس کې یې چاودلی دی.