جوزجان کې یوه فابریکه د ورځې ۱۲ ټُنه د کنجد غوړي تولیدوي

په جوزجان کې د ترکستان په نوم د یوې فابریکې مسوولان وايي، هره ورځ له  ۱۲ تر ۱۳ ټُنه د کنجد غوړي تولیدوي چې له ولایتونو سربېره بهرنیو هوادونو ته هم صادروي.

د یادې فابریکې مسوول بازمحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې فابریکې لپاره یې ماشین الات له چین څخه وارد کړي او دا مهال ۴۰ کسان ورسره پر کار بوخت دي.

داعش کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) په یوې خبرپاڼه کې کابل د پاکستان پر سفارت د شوي برید مسوولیت منلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ډلې د پاکستان پر سفیر او ساتونکو یې وسله‌وال برید کړی دی. له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کابل کې یې سفیر عبیدالرحمان نظاماني له یوه وسله‌وال برید روغ وتلی دی.

د ملګرو‌ ملتونو امنیت شورا کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی

د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر  سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه شوې ده. له پېښې وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې د یاد برید موخه کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني و، خو نوموړی ترې روغ وتلی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

کابل کې د پاکستان شارژدافیر له وسله‌وال برید نه روغ وتلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وسله‌وال برید غندلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر هغه ساتونکی هم ستایلی چې نظاماني ته یې ځان سپر ګرځولی او هغه یې له مرګ نه ساتلی دی.

حکمتیار: بریدګر په چادري کې راپسې راغلي وو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې نن دوه دوو وسله‌والو بریدګرو غوښتل چې ده ته ځان ورسوي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، بریدګر چې ځانمرګي واسکټونه یې هم اغوستي وو، په چادري کې پسې راغلي وو، خو د ده په وژلو ونه توانېدل. هغه وایي، دې پېښې کې دوه بریدګر او یو د ده کس وژل شوی او دوه کسان یې ټپیان شوي دي.

سرچینه: د ګلبدین حکمتیار پر دفتر د موټربم برید مخه نیول شوې

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته تایید کړه چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.
د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

سمنګان کې پر جهادیه مدرسې د برید پر وړاندې غبرګونونه

په سمنګان کې پر مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه. د سمنګان د روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د هرات لسمې امنیتي غونډې پای؛ «افغانستان کې دې ټول‌شموله دولت جوړ شي»

د هرات دوه‌ورځنۍ امنیتي غونډه چې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې جوړه شوې وه، نن پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د افغانستان د جیوپولیټیک او سیمه‌ييزې اجماع، اپارټاید او د افغان ښځو وضعیت، ترهګرۍ او تاوتریخوالي، کلتوري میراثونو، ګډ ژوند او سیمه‌ييزه همکاري، د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوالې ټولنې مسوولیت او تګلارې په اړه خبرې اترې شوې دي.

د سمنګان په یوې دیني مدرسه کې د چاودنې له امله لس کسان وژل شوي

د سمنګان په مرکز اړوند یوې دیني مدرسه کې د چاودنې له کبله لس کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالن افع ټکور څو شېبه وړاندې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن له غرمې وروسته د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.

د هرات لسمه امنیتي غونډه په تاجکستان کې پیل شوه

د هرات امنیتي غونډې لسم پړاو نن د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې پیل شو. دا غونډه چې د پخواني حکومت یوشمېر چارواکو او له ۲۰ ډېرو هېوادونو استازو په‌کې برخه اخیستې، سبا هم دوام ولري.
د افغانستان په اړه د هرات امنیتي غونډې جوړوونکي د سږ کال غونډه د تېرو هغو په پرتله چې د پام وړ پایلې یې نه‌ ‌لرلې، متفاوته بولي.

بغلان کې یو کس وژل شوی

د بغلان محلي مسوولان وايي چې پرون پنج‌شنبه د لیندۍ درېیمه دغه ولایت کې یو کس وژل شوی دی.

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني نن جمعه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کس خیرالدین نومېده او د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.

ولادیمیر پوتین: د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د دې احتمال شته چې له افغانستان څخه د سخت‌ دریځو ډلو وسله‌وال د ډله‌ییز امنیتي تړون د سازمان غړیو هېوادونو ته نفوذ وکړي. نوموړي ویلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه زه د خپلو همکارانو اندېښنې له تاسو سره شریکوم. وضعیت کړکېچن دی.

ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې تړل‌کېدل؛ د پکتیا د ګمرک عواید کم شوي

د پکتیا ګمرک مسوولان وايي، په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې له تړل‌کېدو وروسته د یاد ولایت د ګمرک عواید کم شوي دي.

د پکتیا د ګمرک مرستیال مصطفی سلام‌وطندار ته ویلي، ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې د تړل‌کېدو له کبله د ګمرک عواید د ورځې له ۴۵میلیونه افغانۍ څخه دوه نیم میلیونه افغانیو ته کم شوي.