«ایران د امنیتي اندېښنو او اوبو ته د لاسرسي له کبله د افغانستان سفارت ا.ا ته سپارلی»

شنونکي اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان سفارت سپارلو ته په کتو وايي، ایران له افغانستان سره پر پولې د امنیتي اندېښنو له منځه وړلو او د هیرمند حقابې ته د لاسرسي موندلو په موخه دغه کار کړی دی.

د تېرې یوې میاشتې پر مهال جنايي پېښو کې ۴۲ کسان وژل شوي

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په ټول هېواد کې ۳۱ جنايي پېښې شوي چې اته یې د تېرې میاشتې په لومړۍ نیمايي او ۲۳ یې په دویمه نیمايي کې ثبت شوي دي.

ورورستۍ ۲۳ پېښې د سلواغې له ۲۴مې د کب تر اوومې رامنځته شوي چې دوه برابره لوړوالی ښيي.

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو ځوان وژلی

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو ځوان وژلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند  عبدالفتاح فایز نن دوشنبه د کب اتمه سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون ماښام شپږ بجې د تګاب ولسوالي اړوند «بدراب» سیمه کې ناپېژنده کسانو د امید په یو ۲۰کلن ځوان وژلی دی.

بدخشان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د ا.ا ځواکونو نن سهار شاوخوا اته‌نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د کابل بانک دروازه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی.

سبا د تورخم دروازه بېرته پرانېستل کېږي

د ننګرهار ولایت چارواکو خبر ورکړی چې سبا د کب څلورمه، د پنجشنبې ورځ به د تورخم دروازه بېرته پرانېستل شي.
په همدې حال کې اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا به د تورخم دروازه د مسافرو، سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره بېرته پرانېستل شي.

د پاکستان د دفاع وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف په یوه نااعلان شوي سفر نن چهارشنبه د کب درېیمه د یوه لوړ‌پوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.

خواجه محمداصف د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد او یو‌شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

غزني کې د جنايي پېښو ډېروالی؛ خلک: اسلامي امارت دې امنیت ټينګ کړي

د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو شکایت کوي او اسلامي امارت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

بریالی چې د غزني اوسېدونکی دی، سلام‌وطندار ته وايي چې نږدې یوه میاشت مخکې وسله‌والو غلو یې زوی وژلی دی. نوموړی زیاتوي چې غلو یې د زوی جسد د غزني ښار څخه لرې یوې سیمه کې غورځولی و.

اسلامي امارت د تورخم لاره د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ وتړله

د تورخم کمیسار محمدصدیق خالد وايي چې دغه لاره یکشنبه شپه د سلواغې ۳۰مه د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ تړل شوې او پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي. د نوموړي په وینا، پاکستاني لوري پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او یاده لاره یې د اسلامي امارت د چارواکو له لارښوونو سره سم تړلې ده.

ا.ا د خېبرپښتونخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وروستۍ ادعا رد کړه

د ا.ا حکومت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هغه ادعاوې په کله رد کړي چې ګواکې دغه ایالت کې پر پوځيانو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و. په ورته مهال شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته سیمه په ځانګړې توګه پاکستان کې وسله‌والې ډلې پیاوړې کړې دي.